مورنۍ ژبه د كوم هم قام شناخت، كلتور او د تاریخ بنیادی ستن وي۔د روغتيا صوبائی وزیر میر بخت محمد کاکړ

کوئټه 20 فروري (اے پي پي) د بلوچستان د روغتيا صوبائی وزیر میر بخت محمد کاکړ وئيلي دي كورنۍ ژبه د كوم هم قام شناخت، كلتور او د تاریخ بنیادی ستن وي۔ خپلي مورنۍ ژبي سره مينه په اصل كښې د خپل تهذیب سره د تړون څرګندونه ده۔د مورنۍ ژبو نړيوالي ورځ په موقع اے پی پی سره خبرو كښې بخت محمد کاکړ ووئيل بلوچستان د بېلو ژبو او كلتورونو …

کوئټه 20 فروري (اے پي پي) د بلوچستان د روغتيا صوبائی وزیر میر بخت محمد کاکړ وئيلي دي كورنۍ ژبه د كوم هم قام شناخت، كلتور او د تاریخ بنیادی ستن وي۔ خپلي مورنۍ ژبي سره مينه په اصل كښې د خپل تهذیب سره د تړون څرګندونه ده۔د مورنۍ ژبو نړيوالي ورځ په موقع اے پی پی سره خبرو كښې بخت محمد کاکړ ووئيل بلوچستان د بېلو ژبو او كلتورونو مركز دے چرته چې بلوچي، پښتو، براهوي او نوري سيمه ايزي ژبي د پيړيو راهسې علم، ادب او روایات مخ په وړاندې بوځي۔د دغه ژبو تحفظ او وده زمونږ د ټولو شريكه ذمه واري ده دغسې چې نوي نسلونه د خپل شناخت او كلتوري ورثې سره تړلي وساتلې شي۔صوبائی وزیر ووئيل مورنو ژبو كښې تعلیم او خبرتيا نه يواځي تعلیمی معیار ښه كوي بلكه د صحت په نورو څانګو كښې د موثره ابلاغ ذریعه جوړيږي۔ده د دې عزم څرګندونه وكړه چې د بلوچستان حکومت به د مورنو ژبو ودې او تحفظ له مثبت اقدامات روان ساتي۔ده په اولس ٬ استاذانو ، اديبانو او سماجی لارښودو زور راوړو چې د خپلو مورنو ژبو ترویج او تعلیم لپاره فعاله کردار ترسره كړي دغسې چې لسانی تنوع او قومی یووالے لا قوي كړے شي۔