د بلوچستان مسئلې په سیاسی ډول حل كولو ته اړټيا ده۔صوبائی وزیر میر صادق عمرانی

کوئټه 20 فروري (اے پي پي) د بلوچستان د اوبه خور صوبائی وزیر میر صادق عمرانی وئيلي دي د بلوچستان حالات خرابولو كښې نړيوال قوتونه ككړ دي،د بلوچستان مسئلې په سیاسی ډول حل كولو ته اړتيا ده۔د دې خیالاتو څرګندونه ده د بلوچستان اسمبلۍ غونډې څخه وړاندې ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔ میرمحمد صادق عمرانی ووئيل بلوچستان امناكه صوبه ده ٬ د صوبې حالات خرابولو كښې نړيوال قوتونه ككړ دي …

کوئټه 20 فروري (اے پي پي) د بلوچستان د اوبه خور صوبائی وزیر میر صادق عمرانی وئيلي دي د بلوچستان حالات خرابولو كښې نړيوال قوتونه ككړ دي،د بلوچستان مسئلې په سیاسی ډول حل كولو ته اړتيا ده۔د دې خیالاتو څرګندونه ده د بلوچستان اسمبلۍ غونډې څخه وړاندې ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔ میرمحمد صادق عمرانی ووئيل بلوچستان امناكه صوبه ده ٬ د صوبې حالات خرابولو كښې نړيوال قوتونه ككړ دي كوم چې بلوچستان كښې خوښي لري۔ ده ووئيل امن وامان لازمی برخه ده٬ دوه څيزونه يو حکومت او بل ریاست دا دواړه دې جلا وساتلے شي،ده ووئېل د بلوچستان مسئله سیاسی ده د دې په سیاسی ډول حل كولو ته اړتيا ده۔