صوبائي او د قامي اسمبلۍ په چوكو د صوبې حقيقي نمائندګي باوري كولو له سنجيدہ او موثر اقدامات ته اړتيا ده ۔ د بلوچستان اسمبلۍ اسپيکر

کوئټه 20 فروري (اے پي پي) د بلوچستان اسمبلۍ اسپيکر کيپټن (ريټائرډ )عبدالخالق خان اچکزئي د بلوچستان اسمبلۍ او قامي اسمبلۍ كښې د بلوچستان چوكو زياتولو په اړه وړاندې كرے قرارداد مهم ګرځولو سره ووئيل د صوبې حقيقي نمائندګي باوري كولو له سنجيدہ او موثره اقدامات ته اړتيا ده۔د جمعې په ورځ د صوبائي اسمبلۍ غړي اصغر علي ترين د بلوچستان صوبائي و قامي اسمبلۍ چوكو كښې د زياتوالي په …

کوئټه 20 فروري (اے پي پي) د بلوچستان اسمبلۍ اسپيکر کيپټن (ريټائرډ )عبدالخالق خان اچکزئي د بلوچستان اسمبلۍ او قامي اسمبلۍ كښې د بلوچستان چوكو زياتولو په اړه وړاندې كرے قرارداد مهم ګرځولو سره ووئيل د صوبې حقيقي نمائندګي باوري كولو له سنجيدہ او موثره اقدامات ته اړتيا ده۔د جمعې په ورځ د صوبائي اسمبلۍ غړي اصغر علي ترين د بلوچستان صوبائي و قامي اسمبلۍ چوكو كښې د زياتوالي په اړه قرارداد وړاندې كړو،چې پكښې موقف اختيار کړے شو چې بلوچستان د زمكې په لحاظ سره د هېواد تر ټولو لويه او د مسئلو له امله پسماندہ صوبه ده، لهذا د صوبائي اسمبلۍ چوكۍ دې د 65 څخه 85 او د قامي اسمبلۍ چوكۍ دې د 20 څخه 28 ته ورسولې شي۔په دې موقع اسپيکر عبدالخالق اچکزئي زور راوړو چې كه د صوبائي اسمبلۍ چوكۍ زياتيږي نو دغه دې تر 85 محدود ساتلو په ځاے 90 ته په رسولو غور وكړے شي،دغسې چې د بلوچستان موثر او منصفانه نمائندګي باوري كړې شي۔