پیښور 20 فروري (اے پي پي)د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كڼډي سره د پېښور اليكټرك سپلائي كمپنۍ جنرل منيجر آپرېشن زبير كنډي په ګورنر هاؤس پېښور كښې ملاقات كړے ۔د پېښور ګورنر هاؤس له مخې په دې موقع د پراجيكټ ډائرېكټر محمد عمران٬د پراجيكټ ډائرېكټر اجمل خان٬ايكسيئن كاشف هم د هغه سره وو۔په ملاقات كښې په صوبه كښې د بجلۍ وركولو او په روانو پرمختيائي پروژو تفصيلي د خيالاتو څرګندونه …
د خېبرپښتونخوا ګورنر سره د پېښور اليكټرك سپلائي كمپنۍ جنرل منيجر آپرېشن زبير كنډي ملاقات٬د بجلۍ روانو پرمختيائي پروژو په اړه د خيالاتو څرګندونه

مزید خبریں
پیښور 20 فروري (اے پي پي)د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كڼډي سره د پېښور اليكټرك سپلائي كمپنۍ جنرل منيجر آپرېشن زبير كنډي په ګورنر هاؤس پېښور كښې ملاقات كړے ۔د پېښور ګورنر هاؤس له مخې په دې موقع د پراجيكټ ډائرېكټر محمد عمران٬د پراجيكټ ډائرېكټر اجمل خان٬ايكسيئن كاشف هم د هغه سره وو۔په ملاقات كښې په صوبه كښې د بجلۍ وركولو او په روانو پرمختيائي پروژو تفصيلي د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔ د آپريشن جي ايم ګورنر ته بريفنګ وركولو سره ووئيل چشمه ډيره لائن د متبادل سورس په توګه ډېر زر فعالولې شي او د دې د تنصيب كار په تندۍ سره روان دے۔د دې پروژې بشپړیدو څخه به ډېره اسماعيل خان او اړوندو سيمو كښې بجلي وركول لا مستحكمه شي۔په دې موقع د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي امر وكړو چې د ګرمۍ راتللو څخه وړاندې د كم وولټيج مسئلې په ترجيحي بنيادونو حل كړئ او د لوډشېډنګ په اړه اولس ته هر ممكن ريليف وركړے شي۔











