کوئټه۔ 20 فروری (اے پی پی) د بلوچستان وزيراعلی مير سرفراز بګټي سره د وزيراعظم د موسمياتي بدلون كوآرډينېټر رومینا خورشید عالم ملاقات وكړو۔ د ملاقات په مهال بلوچستان ته په پېښو موسمياتي چېلنجونو او ماحولیاتی خطرو قابو موندلو له په شريكه تګلاره د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په ملاقات كښې د وفاق او صوبې ترمينځه د ماحولیاتی همكارۍ په لا مؤثره كولو ٬ د وسائلو په رسولو او تكنيكي مرستې …
صوبائي حكومت د موسمياتي بدلون په منفي اغيزو قابو موندلو له په تلپاتې او مؤثره تګلاره كار كوي: د بلوچستان وزيراعلی

مزید خبریں
کوئټه۔ 20 فروری (اے پی پی) د بلوچستان وزيراعلی مير سرفراز بګټي سره د وزيراعظم د موسمياتي بدلون كوآرډينېټر رومینا خورشید عالم ملاقات وكړو۔ د ملاقات په مهال بلوچستان ته په پېښو موسمياتي چېلنجونو او ماحولیاتی خطرو قابو موندلو له په شريكه تګلاره د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په ملاقات كښې د وفاق او صوبې ترمينځه د ماحولیاتی همكارۍ په لا مؤثره كولو ٬ د وسائلو په رسولو او تكنيكي مرستې په زياتولو اتفاق وكړے شو۔ په دې موقع وزیر اعلیٰ میر سرفراز بګټي ووئيل چې ماحولياتي بدلون د موجوده دور يو لوے او جدي چېلنج دے چې اثرات يۍ په بلوچستان كښې زيات شدت سره محسوسيږي۔ ده ووئيل صوبائي حكومت د موسمياتي بدلون په منفي اغيزو قابو موندلو له په تلپاتې او مؤثره تګلاره كار كوي۔ وزیر اعلیٰ ووئيل په بلوچستان كښې په موسمياتي بدلون قابو موندلو له اولنے کلائمېټ فنډ جوړ كړے شوے دے چې مقصد يۍ د ماحولياتي منصوبو په وخت ترسره كولو او په ځپليو سيمو كښی عملي اقدامات باوري كول دي۔ ده په دې خبره زور راوړو چې صوبه سېلاب ، اوچ كالۍ او نورو ماحولياتي آفتونو څخه ساتلو له بشپړه پالېسي جوړول او پرله پسې عملي اقدامات ضروري دي۔ په دې موقع د وزيراعظم كوآرډينېټر رومینا خورشید عالم ووئيل چې د موسمیاتی بدلونونو په چېلنجونو قابو موندلو له به وفاقي حكومت بلوچستان سره په ګډه كار كوي۔ دې د مېر سرفراز بګټي په مشرۍ كښې د صوبائي حكومت اقدامات د ستائنې وړ ګرځولو سره ووئيل په بلوچستان كښې د کلائمېټ چېنج پالېسۍ كښې مېرمنې او وروستو پاتې طبقې هم شاملې كړې شوي دي او دا يو مثبت او په زړه پورے اقدام دے۔ په ملاقات كښې د دې عزم پخلے وكړے شو چې بلوچستان په ماحولياتي توګه محفوظ او تلپاتې صوبه جوړولو له به په ګډه هڅې روانې ساتلې شي۔











