پېښور 19 فروري (اے پي پي) د بے نظير انکم سپورټ پروګرام (بي آئي ايس پي) چيئرپرسن سينيټرې روبينه خالد د زيارت په ورځ په مولوي جي هسپتال هشتنغرۍ كښې د جديد بے نظير نشوونما سينټر پرانسته وكړه دغسې د بي آئي ايس پي درې مياشتنيزه نغده مرسته 13,500 روپو څخه 14,500 روپو ته د رسولو اعلان يې وكړو۔د دې مرستې پيکج څخه به د خېبر پښتونخوا پشمول ټول هېواد …
سينيټر روبينه خالد پېښور كښې د بے نظير نشوونما سينټر پرانسته وكړه، د بي آئي اېس پي درې مياشتنيزه مرسته 14,500 ته د رسولو اعلان

مزید خبریں
پېښور 19 فروري (اے پي پي) د بے نظير انکم سپورټ پروګرام (بي آئي ايس پي) چيئرپرسن سينيټرې روبينه خالد د زيارت په ورځ په مولوي جي هسپتال هشتنغرۍ كښې د جديد بے نظير نشوونما سينټر پرانسته وكړه دغسې د بي آئي ايس پي درې مياشتنيزه نغده مرسته 13,500 روپو څخه 14,500 روپو ته د رسولو اعلان يې وكړو۔د دې مرستې پيکج څخه به د خېبر پښتونخوا پشمول ټول هېواد كښې نزدې يو کروړ رجسټرډ مستحقين مستفيد شي۔د خپلي دورې په مهال دې د سينټر د بېلو برخو څارنه وكړه او د صحت سهوليات جاج يې واغست او قد كښې د کمي ښکار ماشومانو ميندو سره يې ملاقات کښې د هغوي مسئلې وپوښتلي۔ د مسئلې په سنګيني رڼا اچولو سره دي ووئيل پاکستان كښې د 5 كلونو څخه كم عمره نزدې 40 فيصده ماشومان د سماجي و اقتصادي عدم توازن او غريبۍ په وجه د قد کمي او کم وزن ښکار دي۔د دې لويې چيلنج مقابله کولو لپاره د ’’بے نظير نشوونما پروګرام‘‘ پېل شوے كوم چې د ماشوم د ژوند وړومبو 1000 ورځو ته پام لرنه كوي ۔تر اوسه نزدې 43 لکهه مستحقين پشمول 12 لکهه رجسټرډ ميرمني او ماشومان د بے نظير نشوونما پروګرام ترمخه اندراج شوي دي ۔ سينيټري روبينه خالد د بي آئي ايس پي چارواكو ته سپارښتنه وكړه چې د طبي پوهانو او په خاص توګه په دې اړه خبرتيا زياته كړئ دغسې چې قد كښې د كمي ښكار ماشومان او حامله ميرمنې معياري درملني لپاره په وخت د بے نظير نشوونما مرکزونو ته ريفر کړے شي۔دي د ليډي هيلتھ ورکرز جامع تربيې په ضرورت هم زور راوړو دغسې چې د لاندې كچي ماشومانو كښې د قد کمي مسئلې مخنيوے وكړے شي او د اېدوارو او پيئو وركوونكو ميندو مرسته وكړې شي۔











