پېښور ۔ 18 فروری (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي سره د هدايت خان اېډوكېټ په مشرۍ كښې بنو او وزيرستان سره تعلق لرونكې د قبائېلو نمائنده پلاوي په پېښور كښې ملاقات وكړو او هغه يۍ ضم شوو ضلعو ته د پېښو مسئلو څخه خبر كړو۔ د ګورنر هاؤس پېښور وياند له مخې پلاوي ګورنر قبائلو ته د پېښو مسئلو ٬ د ضم شوو ضلعو پرمختيائي …
ګورنر فيصل كريم كنډي سره د قبائلو نمائنده پلاوي ملاقات ٬ ضم شوو ضلعو ته د پيښو مسئلو په اړه د خيالاتو څرګندونه

مزید خبریں
پېښور ۔ 18 فروری (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي سره د هدايت خان اېډوكېټ په مشرۍ كښې بنو او وزيرستان سره تعلق لرونكې د قبائېلو نمائنده پلاوي په پېښور كښې ملاقات وكړو او هغه يۍ ضم شوو ضلعو ته د پېښو مسئلو څخه خبر كړو۔ د ګورنر هاؤس پېښور وياند له مخې پلاوي ګورنر قبائلو ته د پېښو مسئلو ٬ د ضم شوو ضلعو پرمختيائي منصوبو كښې تاخير او د بنيادي آسانيو كمي په اړه خبر كړو۔ ګورنر فېصل كريم كنډي ووئيل د ضم شوو ضلعو تلپاتي پرمختګ ته حكومت تر ټولو وړومبۍ پاملرنه كوي او د دغې ځاے اولس ته به د هغوي حقونه او آسانۍ رسولې شي۔ په ملاقات كښې د هېواد په مجموعي سياسي وضعه هم د خيالاتو څرګندونه وشوه او په منطقه كښې امن او استحكام ته د ودې وركولو په حاجت زور راوړلے شو۔ ګورنر ووئيل قبائېلو تل د هېواد په سلامتيا او استحكام كښې مهم كردار ترسره كړے٬ د دويې جائزو غوښتنو څخه به سرغړونه نه كېږي ۔ پلاوي د مسئلو په اورېدو او د دې حل له د باور په وركولو د ګورنر مننه وكړه۔











