پېښور ۔ 18 فروري (اے پي پي) د لکي مروت پولیس په ناله پل په ځائے كړے 40 کلو بم برآمد كولو سره شنډ كړو ۔ د ډائرېکټر پبلک ریلشنز خېبر پښتونخوا پوليس وياند له مخې د آئي جي پولیس خېبر پښتونخوا ذوالفقار حمید په خصوصي امر د خیبر پښتونخوا پوليس په ګرده صوبه كښې په هیومن انټېلېجنس بنیاد شرخوښي په خپلو ناوړه عزائمو كښې ناكامه كولو كښې بوخت دي٬ …
په لكي مروت كښې د ترهګرۍ لويه منصوبه ناكامه كړې شوه ٬ 40 كلو بم شنډ كړے شو٬ د آئي جي خيبر پښتونخوا پوليس او بم ډسپوزل سكواډ ته شاباسے

مزید خبریں
پېښور ۔ 18 فروري (اے پي پي) د لکي مروت پولیس په ناله پل په ځائے كړے 40 کلو بم برآمد كولو سره شنډ كړو ۔ د ډائرېکټر پبلک ریلشنز خېبر پښتونخوا پوليس وياند له مخې د آئي جي پولیس خېبر پښتونخوا ذوالفقار حمید په خصوصي امر د خیبر پښتونخوا پوليس په ګرده صوبه كښې په هیومن انټېلېجنس بنیاد شرخوښي په خپلو ناوړه عزائمو كښې ناكامه كولو كښې بوخت دي٬ په دې لړ كښې نن (د شورو په ورځ) لکی مروت پولیس د تھاڼه سټي حدود دننه په لكي ميانوالي قامي ستره لاره په ناله پل په ځائے كړے شوے 40 كلو بم شنډ كړو۔ بم په يو ډرم كښې جوړ كړے شوے ؤ په كوم كښې چې 40 كلو څخه زيات بارودي توكي كارولې شوي وو۔ انسپکټر جنرل آف پولیس خېبر پښتونخوا ذوالفقار حمید په وخت كارروايۍ كولو سره په اولسي ستره لاره د ترھګرۍ لويې منصوبې په ناكامه كولو د لكي مروت پوليس ته خصوصي شاباشے وركولو سره ووئيل د ترهګرو لخوا په اولسي ځايونو بم اېښودل د هغوي ناوړه مقاصد ښكاره كوي۔ صوبائي پوليس مشر ووئيل د اولس د ځان او مال تحفظ له سر په تلي كښې اېښودونكي ځوانان حقيقي اتلان دي











