پیښور ۔ 18 فروري (اے پي پي) د خیبر پښتونخوا حکومت د پیښور هائیکورټ په امر د بندو لارو او سړكونو پرانستلو په اړه رپورټ عدالت كښې جمع کړے دے ۔ د لارو بندولو خلاف په دائر درخواست سماعت له ایډیشنل اټارني جنرل، ایدووکیٹ جنرل او پولیس چارواكي عدالت ته وړاندې شول ۔ صوبائي حکومت د اړخه عدالت ته ووئېل شول د هائیکورټ امر ته تر مخه آئي جي ټولو …
د خیبر پښتونخوا حکومت د هائیکورټ په حکم د بندو لارو پرانستلو په اړه رپورټ عدالت كښې جمع کړو

مزید خبریں
پیښور ۔ 18 فروري (اے پي پي) د خیبر پښتونخوا حکومت د پیښور هائیکورټ په امر د بندو لارو او سړكونو پرانستلو په اړه رپورټ عدالت كښې جمع کړے دے ۔ د لارو بندولو خلاف په دائر درخواست سماعت له ایډیشنل اټارني جنرل، ایدووکیٹ جنرل او پولیس چارواكي عدالت ته وړاندې شول ۔ صوبائي حکومت د اړخه عدالت ته ووئېل شول د هائیکورټ امر ته تر مخه آئي جي ټولو ضلعو كښې د لارو پرانستلو احکامات جاري کړي او پولیس ته يې د قانون خلاف ورزي کوونكو خلاف د کارروائۍ امر كړے دے ۔ ایډووکیټ جنرل په عدالت كښې موقف اختیار کړو چې اوس په خیبرپښتونخوا کښې د ټولو ضلعو سړکونه مکمل پرانستې پراته دي ۔ بل پلو د درخواست كونكې وكيل عدالت ته ووئېل د سړک بندولو له امله يوه مېرمن په حق رسېدلي ده ، د هغې مقدمه دې درج کړې شي ۔ عدالت ووئېل كه داسې كوم شکایت تر لاسه شو نو احکامات به جاري كولې شي ۔جسټس اعجاز انور ریمارکس وركړل په پیښور كښې د ټریفک نظام ډېر ناوړه دے او خلق د قانون په خلاف ورزۍ كولو لارې بندوي ۔ ایډووکیټ جنرل عدالت خبر كړو چې د ټریفک ماسټر پلان جوړېږي او سیف سټي پراجیکټ باندې هم كار روان دے ۔فاضل جج ووئېل د ټریفک قوانین خلاف ورزي كوونكو ته به سزا وركولې شي ٬ دغسې چې خلق په قانون عمل درآمد وكړي ۔ پیښور هائیکورټ د رپورټ جمع كولو نه پس د سړکونو بندولو په اړه درخواست تر سره كړو ۔











