ايبټ آباد ٬ د ګورنمنټ پوسټ ګرجويټ كالج 3 استاذان په يوه ورځ په حق ورسيدل

اېبټ آباد۔ 18 فروری (اے پی پی) د ګورنمنټ پوسټ ګرېجوېټ کالج نمبر1 اېبټ آباد درې سينئر او قابل استاذان بېلو رنځونو سرخ له مخ پاتې كېدو وروستو په يوه ورځ په حق ورسېدل۔ د كالج په علمي حلقو كښې په يوه ورځ د درې پروفېسرانو په ناڅاپي مرګ د ژور غم او افسوس څرګندونه شوې ده۔ د كالج د انتظاميې له مخې په حق رسېدليو استاذانو كښې د شعبہ …

اېبټ آباد۔ 18 فروری (اے پی پی) د ګورنمنټ پوسټ ګرېجوېټ کالج نمبر1 اېبټ آباد درې سينئر او قابل استاذان بېلو رنځونو سرخ له مخ پاتې كېدو وروستو په يوه ورځ په حق ورسېدل۔ د كالج په علمي حلقو كښې په يوه ورځ د درې پروفېسرانو په ناڅاپي مرګ د ژور غم او افسوس څرګندونه شوې ده۔ د كالج د انتظاميې له مخې په حق رسېدليو استاذانو كښې د شعبہ پاکستان سټډیز پروفېسر نوید خان، د شعبه اکنامکس پروفېسر ماجد خان او د شعبه اسلامیات چیئرمین پروفېسر فضل الرحمن شامل دے۔ پروفېسر نوید خان او پروفېسر فضل الرحمان د زړه د رنځ له امله په حق ورسېدل او پروفېسر ماجد خان له اوږدې مودې راهېسې د كېنسر رنځ سره مخ و۔ د زده كوونكو له مخې دې استاذانو د زرګونو په شمېر طالبعلمانو لارښودنه وكړه او د هغوي د شخصيتونو په جوړولو كښې يۍ مهم كردار ترسره كړو۔ د پروفېسر ماجد خان جنازه په کېری رائیګی ګلیات او د پروفېسر فضل الرحمن په نواں شهر اېبټ آباد كښې وشوه۔ د پروفېسر نوید خان جنازه به په بنو كښې ادا كيږي۔ سماجي او تعليمي حلقو ارواښادو لپاره د لوړو درجو او غمجنيو كورنيو له د صبر او زغم دعا كړې ده۔ د دوئي په حق رسېدل علمي نړۍ له يو لوے زيان ګرځولے شي