پیښور ۔17 فروري (اے پي پي) ضلعې انتظاميه باجوړ په ناواګۍ بازار كښې د روژې مباركې مقدس مياشت تر مخه د اولس لپاره د سركاري نرخ نامې ځوړندولو سره كمپلېنټ ډسكے جوړ كړے دے ٬ دغسې چې اولس په اسانۍ سره خپلې ګېلې جمع كولې شي۔ د ډپټي كمشنر شاهد علي باجوړ دفتر نه د جاري بيان تر مخه تحصيلدار ناوګۍ عالم زېب د ناواګۍ بازار دوره وكړه او هغه …
د باجوړ به ناوګۍ بازار كښې د شكايت ډېسك جوړ كړے شو

مزید خبریں
پیښور ۔17 فروري (اے پي پي) ضلعې انتظاميه باجوړ په ناواګۍ بازار كښې د روژې مباركې مقدس مياشت تر مخه د اولس لپاره د سركاري نرخ نامې ځوړندولو سره كمپلېنټ ډسكے جوړ كړے دے ٬ دغسې چې اولس په اسانۍ سره خپلې ګېلې جمع كولې شي۔ د ډپټي كمشنر شاهد علي باجوړ دفتر نه د جاري بيان تر مخه تحصيلدار ناوګۍ عالم زېب د ناواګۍ بازار دوره وكړه او هغه د روژې كمپلېنټ ډسېك څارنه وكړه او هلته د شته اسانيو ٬ د ګيلو اندراج د طريقه كار او اولس ته د وركړے كېدونكو خدمات يې جاج واغست۔ هغه عملې ته امر وكړو چې د روژې په مهال د خوراك څښاك څيزونو شتوالے ٬ سركاري نرخ نامې او د اولس ګېلې په وخت لرې كول باروي كړئ ۔ اولس ته هر ډول اسانۍ وركولو ته د باجوړ انتظاميه اول پام لرنه كوي۔











