پېښور ۔ 16 فروری (اے پی پی) د بنو ميريان تھاڼې مركزي دروازې ته نزدې په موټر سائيكل كښې د په ځائے كړې شوي بم چاؤدنې په نتيجه كښې 2 كسان شهيدان او 17 ژوبل شول ۔ د بنو پولیس له مخې د بنو ميريانې تھاڼې مركزي ګېټ ته نزدې د فتنة الخوارج د بزدلانه او ترهګر بريد په نتيجه كښې دوه بې ګناه كسان شهيدان او 17 ژوبل شول …
بنو، د ميريان تھاڼې مركزي دروازې ته نزدې بمي چاؤدنه ٬ 2 كسان شهيدان ٬ 17 ژوبل شول

مزید خبریں
پېښور ۔ 16 فروری (اے پی پی) د بنو ميريان تھاڼې مركزي دروازې ته نزدې په موټر سائيكل كښې د په ځائے كړې شوي بم چاؤدنې په نتيجه كښې 2 كسان شهيدان او 17 ژوبل شول ۔ د بنو پولیس له مخې د بنو ميريانې تھاڼې مركزي ګېټ ته نزدې د فتنة الخوارج د بزدلانه او ترهګر بريد په نتيجه كښې دوه بې ګناه كسان شهيدان او 17 ژوبل شول كوم چې په سمدستي توګه ډسټرکټ هېډکوارټر روغتون بنو ته منتقل كړے شول۔ پوليس ته د اطلاع ترلاسه كېدو سره د بنو پوليس لويه نفري د اېس پی رورل حېدر علي او اېس ډی پی او رورل ون خنان خان په مشرۍ كښې کیو آر اېف سکواډ، بم ډسپوزل سکواډ او اے پی سیز سره په سمدستي توګه د پېښې ځاے ته ورسېده ۔ سيمه محاصره كړی شوه او سرچ اېنډ کلیئرنس آپرېشن پېل كړے شوے دغسې چې د كومې هم ممكنه خطرې په وخت او مؤثر مخنيوے باوري كړې شي











