نوے ډيلے 16 فروري (اے پي پي) د آئي سي سي د ټي 20 نړيوال کپ په مهم مېچ كښې افغانستان د يو اے اي كركټ ډلې له ماتې وركړې ده ٬ افغان لوبډلې د 161 منډو هدف د پنځو وكټو په زيان سر كړو۔ عظمت اللہ عمرزئي په ښه آل راٶنډ کارکردګۍ د مېچ غوره لوبغاړې وګرځولے شو۔ تفصيلات له مخې په ارون جيټلي سټيډيم ډيلي كښې د ګروپ …
آئي سي سي ټي 20 ورلډ کپ، افغانستان د يو اے اي كركټ ډلې له ماتې وركړه

مزید خبریں
نوے ډيلے 16 فروري (اے پي پي) د آئي سي سي د ټي 20 نړيوال کپ په مهم مېچ كښې افغانستان د يو اے اي كركټ ډلې له ماتې وركړې ده ٬ افغان لوبډلې د 161 منډو هدف د پنځو وكټو په زيان سر كړو۔ عظمت اللہ عمرزئي په ښه آل راٶنډ کارکردګۍ د مېچ غوره لوبغاړې وګرځولے شو۔ تفصيلات له مخې په ارون جيټلي سټيډيم ډيلي كښې د ګروپ ډي په مېچ كښې يو اے اي په وړومبې بېټنګ كولو د 9 وكټو په زيان 160 منډې جوړې كړې چې پكښې صهيب خان 68 او عاليشان شرافو 40 منډې جوړې كړې٬ د افغانستان لخوا عظمت اللہ عمرزئي څلور لوبغاړي آٶټ كړل٬ افغانستان مطلوبه هدف په 19.2 اووز كښې د پنځه وكټونو په زيان سر كړو چې پكښې ابراهيم ځدران 53 مندې جوړې كړې او عظمت اللہ عمرزئي په پيچ د 40 رنز سره ولاړ پاتي شو ٬ دغسې د يو اے اي جنيد صديق او محمد عرفان دوه دوه لوبغاړي اٶټ كړل ۔











