د وزيراعظم محمد شهباز شريف د آسټريا فيډرل چانسلري ته په راتګ تود هركلے٬ د اسټريا چانسلر کرسچيئن اسټاکر د وزيراعظم هركلے وكړو

ويانا 16 فروري (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د آسټريا فيډرل چانسلري ته په رسېدو تود هركلے وكړوے شو ٬ د وزيراعظم په اعزاز كښې په آسټرين چانسلري كښې په رسمي توګه د هر كلي دستوره وشوه د كومې په پېل كښې چې د دواړو هېوادونو قامي سرودونه وغږولے شول ٬ د آسټريا چانسلر کرسچيئن اسټاکر د وزيراعظم محمد شهباز شريف تود هركلے وكړو او دوارو مشرانو مصافحه …

ويانا 16 فروري (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د آسټريا فيډرل چانسلري ته په رسېدو تود هركلے وكړوے شو ٬ د وزيراعظم په اعزاز كښې په آسټرين چانسلري كښې په رسمي توګه د هر كلي دستوره وشوه د كومې په پېل كښې چې د دواړو هېوادونو قامي سرودونه وغږولے شول ٬ د آسټريا چانسلر کرسچيئن اسټاکر د وزيراعظم محمد شهباز شريف تود هركلے وكړو او دوارو مشرانو مصافحه وكړه ٬٬ په دې موقع د دواړو مشرانو ترمېنځه د زړه پورې جملو تبادله هم وشوه٬ د آسټرين د وسله والو ځواكونو يو چټك ډلې وزيراعظم محمد شهباز شريف ته ګارډ آف آنر وړاندې كړو۔ وزيراعظم د آسټريا چانسلر سره د ګارډ آف آنر معائنه وكړه٬ د آسټريا چانسلر د كابينې غړي وزيراعظم محمد شهباز شريف سره معارفي كړل او وزيراعظم خپل پلاويې د آسټريا چانسلر کرسچيئن اسټاکر سره معارفي كړو ۔ په دې موقع وزيراعظم محمد شهباز شريف د مېلمنو په كتاب كښې تاثرات هم قلمبند كړل۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف د آسټريا چانسلر کرسچئين اسټاکر سره په دوه اړخيزه او د پلاوي په كچه ملاقات وكړو۔ وزيراعظم او د آسټريا چانسلر د دواړو هېوادونو ترمېنځه په سرمايه كارۍ كښې اضافې لپاره د نوموړو كاروباريانو د غونډې په مشتركه توګه مشري وكړه٬ وزيراعظم به د پاکستان او آسټريا په بزنس فورم كښې ګډون او وېنا كوي۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف به په ويانا كښې د ملګرو ملتونو له مخې د “تل پاتي پرمختګ، نړيوال امن او د خوشحالۍ لارې” په سرخط خاص دستورې ته وېنا هم كوي د دې نه علاوه به وزيراعظم محمد شهباز شريف د انټرنيشنل اټامك انرجي ايجنسي ډائريکټر جنرل سره هم ملاقات كوي۔

مزید خبریں