نيو يارك 15 فروري (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني نيويارك كښې انټر پارليماني يونين (آئي پي يو) صدر ډاكټر ټوليا ايكسن او سيكرټري جنرل مارټن چونګونګ سره جلا جلا ملاقاتونه كړي چې پكښې د پاكستان فعاله ، وقار لرونكي او مؤثره پارليماني سفارت كاري رامخې ته كړې شوي۔د اتوار په ورځ د سېنېټ سيكرټريټ د اړخه جاري شوې بيان له مخې ملاقاتونو په مهال د …
د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني امريكا كښې د آئي پي يو قيادت سره مهم ملاقاتونه

مزید خبریں
نيو يارك 15 فروري (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني نيويارك كښې انټر پارليماني يونين (آئي پي يو) صدر ډاكټر ټوليا ايكسن او سيكرټري جنرل مارټن چونګونګ سره جلا جلا ملاقاتونه كړي چې پكښې د پاكستان فعاله ، وقار لرونكي او مؤثره پارليماني سفارت كاري رامخې ته كړې شوي۔د اتوار په ورځ د سېنېټ سيكرټريټ د اړخه جاري شوې بيان له مخې ملاقاتونو په مهال د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني د پاكستان اصولي مؤقف، جمهوري عزم او په نړيواله كچه فعال پارليماني كردار په ښه ډول وړاندې كړې۔ده په دې خبره زور راوړو چې پاكستان آئي پي يو د نړۍ د پارليمانونو ترمينځه د مكالمے، قانون حكمرانۍ ، كوټلي حكمرانۍ او نړيوالي مرستي ودي مؤثره پليټ فارم ګڼي او په دې فورم پاكستان عمر له تعميري كردار ترسره كړي۔د سېنېټ چيئرمېن د آئي پي يو سره د پاكستان قوي او پخوانې تړون رامخې ته كولو سره ووئيل پاكستان پارليمان پرله پسې د آئي پي يو اسمبليو، قائمه كمېټيو او عمومي مباحثو كښې فعاله ګډون كوي۔ ده تاشقند كښې 150م آئي پي يو اسمبلۍ كښې د خپل شركت حواله وركولو سره ووئيل پاكستان امن و سلامتيا، كوټلي پرمختګ، موسمياتي بدلون او ګڼ اړخيزه مرستي په شان په نړيوالو سرخطونو ښكاره مؤقف وړاندې كړې۔ده پارليماني جديديت، ډيجيټلائزيشن، مصنوعي ذهانت اډانه سهوليات، تحقيقي معاونت او عملے تربيې په څانګو كښې د عملي مرستي تجاويز وړاندې كړل۔د سېنېټ چيئرمېن واضحه كړه چې زما په مشرۍ كښې سېنېټ آف پاكستان په نړيواله كچه فعال، ذمه وار اووقار لرونكې كردار ترسره كوي او د ګڼ اړخيزه نظام استحكام، جمهوريت ودې او عوام دوست حكمرانۍ لپاره به هر ممكن مرسته روانه ساتلې شي۔ ملاقاتونو په اختتام دواړه اړخه د دې عزم پخلے وشو چې د پاكستان پارليمان او آئي پي يو ترمينځه مرسته به لا زياتولې شي،دغسې د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني فعاله قيادت نړيوالو پارليماني حلقو كښې ستائلې شوي۔











