احتجاج كول آئيني او جمهوري حق دے خو بايد دغه احتجاج چري هم د اولس لپاره اجتماعي سزا جوړه نه شي۔آفتاب شيرپاؤ

پېښور 15 فروري (اے پي پي) د قومي وطن ګوند مركزي چيئرمېن او پخواني وفاقي وزير آفتاب احمد خان شيرپاؤ وئيلي چې احتجاج كول آئيني او جمهوري حق دے خو بايد دغه احتجاج چري هم د اولس لپاره اجتماعي سزا جوړه نه شي۔د اتوار په ورځ خپل يو بيان كښې ده ووئيل دا كتلو سره افسوس كيږي چې په هغه صوبه كښې سړكونه بنديږي چرته چې د هغ وي خپل …

پېښور 15 فروري (اے پي پي) د قومي وطن ګوند مركزي چيئرمېن او پخواني وفاقي وزير آفتاب احمد خان شيرپاؤ وئيلي چې احتجاج كول آئيني او جمهوري حق دے خو بايد دغه احتجاج چري هم د اولس لپاره اجتماعي سزا جوړه نه شي۔د اتوار په ورځ خپل يو بيان كښې ده ووئيل دا كتلو سره افسوس كيږي چې په هغه صوبه كښې سړكونه بنديږي چرته چې د هغ وي خپل حكومت دے۔ده ووئيل احتجاج كول يو آئيني او جمهوري حق دے، خو بايد دغه احتجاج چري هم د اولس لپاره اجتماعي سزا جوړه نه شي،كله چې ستري لاري سيل شي او وګړي مفلوج شي،نو د هغې په نتيجه كښې د سياسي حريفانو زيان نه كيږي بلكه د عامو وګړو زيان كيږي۔ده ووئيل رنځوران د روغتونونو په لارو كښې ګهير شوې، ايمبولينسي په وخت نه رسيږي،خواري كښه طبقه د خپلي ډوډۍ څخه محروم كيږي،زدكونكي د امتحانات وركولو څخه پاتي كيږي او كورنۍ غير د څه وجي سختۍ سره مخ كيږي۔