پېښور ر۔ 14 فروری (اے پی پی) د خيبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي د خيبر پښتونخوا په باړه سيمه كښې د عوامي نيشنل ګوند په سولييز احتجاج د تحريك انصاف د غړو بريد غير جمهوري فعل ګرځولے دے۔ د ګورنر هاؤس پېښور لخوا په جاري شوي بيان كښې فېصل كريم كنډي ووئيل د تيراه ځپليو لپاره د عوامي نېشنل پارټۍ په سولييز احتجاج بريد د تحريك انصاف د آمرانه …
په باړه كښې د اے اين پي په سولييز احتجاج د پي ټي آئي د غړو بريد غير جمهوري فعل دے : ګورنر فيصل كريم كنډي

مزید خبریں
پېښور ر۔ 14 فروری (اے پی پی) د خيبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي د خيبر پښتونخوا په باړه سيمه كښې د عوامي نيشنل ګوند په سولييز احتجاج د تحريك انصاف د غړو بريد غير جمهوري فعل ګرځولے دے۔ د ګورنر هاؤس پېښور لخوا په جاري شوي بيان كښې فېصل كريم كنډي ووئيل د تيراه ځپليو لپاره د عوامي نېشنل پارټۍ په سولييز احتجاج بريد د تحريك انصاف د آمرانه ذهنيت عكاسي كوي۔ ده ووئيل د صوبائي حكومت لخوا په يو غېر جمهوري او غېر قانوني حركت د كارروايۍ كولو برعكس د بريد كوونكو سرپرستي او د عوامي نېشنل پارټۍ د غړو په ضد كارروائي كول زيات د افسوس وړ دي۔











