اسلام آباد۔13فروری(اے پی پی) د سېنېټ غونډې په مهال د جمعې په ورځ پارليماني لارښود سېنېټر رانا ثناﺀ الله خان وئيلي دي د پي ټي آئي باني د استوګنې معيار په اړه د سلمان صفدر او جيل سپرنټنډنټ رپورټس كښې مماثلت تر نظره كېږي۔ ده ووئيل كه تر څلورو مياشتو د سترګو درملنې نه كېدو خبر كښې صداقت وي نو بيا خو به دا مجرمانه غفلت وي او كه د …
د پي ټي آئي باني د استوګنې معيار په اړه د سلمان صفدر او جيل سپرنټنډنټ رپورټس كښې مماثلت تر نظره كېږي: سينيټر رانا ثناﺀ الله خان

مزید خبریں
اسلام آباد۔13فروری(اے پی پی) د سېنېټ غونډې په مهال د جمعې په ورځ پارليماني لارښود سېنېټر رانا ثناﺀ الله خان وئيلي دي د پي ټي آئي باني د استوګنې معيار په اړه د سلمان صفدر او جيل سپرنټنډنټ رپورټس كښې مماثلت تر نظره كېږي۔ ده ووئيل كه تر څلورو مياشتو د سترګو درملنې نه كېدو خبر كښې صداقت وي نو بيا خو به دا مجرمانه غفلت وي او كه د حقائق برعكس سياست وكړے شو نو دا به هم لويې مجرمانه فعل وي۔ ده ووئيل د جنورۍ په اولنۍ اونۍ كښې د پي ټي آئي باني په سترګه كښې د تكليف ذكر وكړو۔ د زندان د ډاكټر داروګانې وكارولې شوې خو هغه ووئيل دې سره هېڅ فرق محسوس نه شو۔ دې څخه وروستو په 15 جنورۍ د پمز ډاكټرانو ته چيټۍ وليكلې شوه او په 16 جنورۍ ډاكټرانو معائنه وكړه۔ ده ووئيل په 19 جنورۍ څلور كسيزه ډله يو وارې بيا معائنې له اډياله زندان ته لاړه او په 24 جنورۍ د پي ټي آئي باني لپاره انجكشن تجويز كړے شو او په دې اړه ټول دستاوېزات موجود دي۔ ده ووئيل د پي ټي آئي لخوا په روغتيا سياست مناسب نه دے۔ ده ووئيل د پي ټي آئي د باني هره ورځ طبي معائنه كيږي۔ ده ووئيل په 12 دسمبر ډاکټر عارف، ډاکټر سمن عارف او نورو ډاكټرانو د هغه معائنه وكړه نو د سترګو د تكليف ذكر ونه كړے شو۔ رانا ثنا الله ووئيل په 20 دسمبر د توشه خانه ټو کېس پرېكړه وشوه ۔ په دغه موقع سلمان صفدر هم موجود ؤ خو د بيمارۍ ذكر ونكړے شو۔ ده وئيل د پي ټي آئي د باني څلورو مياشتو څخه د ناروغتيا خبر سم نه دے۔









