اسلام آباد 12 فروري (اے پي پي) د خارجه دفتر وياند په اسلام آباد كښې د ترهګرۍ د اوسني بريد نه وروستو د هند د خارجه وزارت په بيان تبصره كولو سره وئيلي دي هند د ترهګرۍ خو مخالفت كوي خو ولې ترهګري چې د پاكستان په ضد وي نو د دې ملاتړ كوي٬ د دغې بيان نه په څه نه څه بهانه ترهګرۍ ته د جواز وركولو د تاثر …
هند د ترهګرۍ خو مخالفت كوي خو ولې ترهګري چې د پاكستان په ضد وي نو د دې ملاتړ كوي۔ د خارجه دفتر وياند طاهر حسين اندرابي

مزید خبریں
اسلام آباد 12 فروري (اے پي پي) د خارجه دفتر وياند په اسلام آباد كښې د ترهګرۍ د اوسني بريد نه وروستو د هند د خارجه وزارت په بيان تبصره كولو سره وئيلي دي هند د ترهګرۍ خو مخالفت كوي خو ولې ترهګري چې د پاكستان په ضد وي نو د دې ملاتړ كوي٬ د دغې بيان نه په څه نه څه بهانه ترهګرۍ ته د جواز وركولو د تاثر بوي راځي كوم چې د هند د دې ادعا منافي دے چې هند د ترهګرۍ د ټولو شكلونو مخالفت كوي۔ د زيارت په ورځ د پرېس بريفنګ په مهال د خارجه دفتر وياند ووئيل دغې بيانونو نه دا نتيجه اخذ كېدې شي چې هند د ترهګرۍ مخالفت خو كوې ولې كله چې ترهګري د پاكستان په ضد وي نو د دې ملاتړ كوي۔ وياند دا هم ووئيل په هند كښې د مسلمانانو په ضد د ”لنچنګ“پېښې د كوم خنډ او مخ نيوي نه غېر روانې دي چرته چې تېر كال د لږ نه لږ 55 مسلمانان د تشدد سره مخ شول كوم چې په كركه اډانه او د منظم تشدد يو تشويشناك رجحان رامخې ته كوي۔ وياند ووئيل په دې كښې يو شمېر پېښې د ځائي چارواكو او د سياسي قيادت ښكارا او بالواسطه سرپرستۍ كښې رامخئ ته شوي كومې چې رياستي سرپرستي ښائي او د سزا نه د بچ كېدو عنصر رامخې ته كوي۔ وياند د هند حكومت څخه مطالبه وكړه چې د دې پېښو تحقيقات وكړي ٬ ده نړيوالې وروررولۍ ته د دې د نګرانۍ اپيل هم وكړو۔









