وزيراعظم شهباز شريف به د فرورۍ په 19مه نيټه د بورډ آف پيس په پرانسته غونډه كښې ګډون كوي۔ د خارجه دفتر وياند

اسلام آباد 12 فروري (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف به د فرورۍ په 19مه نيټه د بورډ آف پيس په پرانسته غونډه كښې ګډون كوي۔ دا خبره د خارجه دفتر وياند طاهر حسين اندرابي د زيارت په ورځ د پرېس بريفنګ په مهال كړې۔ وياند ووئيل وزيراعظم سره به نائب وزيراعظم و خارجه وزير سېنېټر محمد اسحاق ډار هم وي۔ ده ووئيل مونږ په بورډ آف پيس كښې په …

اسلام آباد 12 فروري (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف به د فرورۍ په 19مه نيټه د بورډ آف پيس په پرانسته غونډه كښې ګډون كوي۔ دا خبره د خارجه دفتر وياند طاهر حسين اندرابي د زيارت په ورځ د پرېس بريفنګ په مهال كړې۔ وياند ووئيل وزيراعظم سره به نائب وزيراعظم و خارجه وزير سېنېټر محمد اسحاق ډار هم وي۔ ده ووئيل مونږ په بورډ آف پيس كښې په نېك نيتۍ سره شموليت اختيار كړے ، په دې كښې مونږ تنها نه يو بلكې د اته اسلامي هېوادونو مشتركه غږ پكښې شامل دے۔ ده ووئيل زمونږ اجتماعي غږ په بورډ آف پيس كښې اورېدلې كېږي او مونږ به د فلسطيني اولس حق٬ پرمختګ او خوشحالۍ لپاره هلې ځلې روانې ساتو

مزید خبریں