د ګورنر فيصل كريم كنډي وزيراعظم شهباز شريف ته چېټۍ، شهيد عون عباس لپاره د قامي سول اېوارډ سفارش

پېښور 12 فروري (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي وزيراعظم شهباز شريف ته چېټۍ ليكلې ده چې پكښې شهيد عون عباس لپاره د قامي سول اېوارډ سفارش شوے دے٬ ګورنر د وزيراعظم شهباز شريف په نامه خپله چيټۍ كښې شهيد عون عباس ته پس د مرګ نه د قامي سول اېوارډ لكه ستارهٔ شجاعت يا تمغهٔ شجاعت وركولو لپاره سفارش كړے دے۔ په چيټۍ كښې ليك …

پېښور 12 فروري (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي وزيراعظم شهباز شريف ته چېټۍ ليكلې ده چې پكښې شهيد عون عباس لپاره د قامي سول اېوارډ سفارش شوے دے٬ ګورنر د وزيراعظم شهباز شريف په نامه خپله چيټۍ كښې شهيد عون عباس ته پس د مرګ نه د قامي سول اېوارډ لكه ستارهٔ شجاعت يا تمغهٔ شجاعت وركولو لپاره سفارش كړے دے۔ په چيټۍ كښې ليك دي چې زلمي شهيد عون عباس په بهادرۍ او زړه ورتيا څرګندولو د سلګونو په شمېر ځانونه محفوظ كړل او د خپل ځان پراوه نه كولو سره يې د ځانمرګي بريد كونكي مخه نيولو سره د مړانې او زړه ورتيا اعلٰې مثال قائم كړو ٬ د عون عباس قرباني قام او هېواد لپاره د وياړ او د انسانيت تحفظ لپاره زرين مثال دے۔