د مسلم ليګ (ن) قيادت د كشمير د پرمختګ عزم لري٬ د كشمير اولس د نواز شريف په قيادت د باور څرګندونه كوي ۔ انجينئر امير مقام

اسلام آباد 12 فروري (اے پي پي) د كشمير چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام وئيلي دي د مسلم ليګ (ن) قيادت د كشمير د پرمختګ عزم لري٬ د كشمير اولس د نواز شريف په قيادت د باور څرګندونه كوي، د مشرانو د مسلسل ګډون نه وروستو مسلم ليګ (ن ) ته په آزاد كشمير كښې د كاميابۍ پيشګي مباركي وركوٶ۔ ده دا خبرې تېره ورځ د پخواني صدارتي سلاحكار …

اسلام آباد 12 فروري (اے پي پي) د كشمير چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام وئيلي دي د مسلم ليګ (ن) قيادت د كشمير د پرمختګ عزم لري٬ د كشمير اولس د نواز شريف په قيادت د باور څرګندونه كوي، د مشرانو د مسلسل ګډون نه وروستو مسلم ليګ (ن ) ته په آزاد كشمير كښې د كاميابۍ پيشګي مباركي وركوٶ۔ ده دا خبرې تېره ورځ د پخواني صدارتي سلاحكار او د پي ټي آئي د مركزي لارښود سردار تبارك په مسلم ليګ (ن) كښې د شموليت غونډه كښې كړې۔ په دې موقع وفاقي وزير امير مقام سردار تبارك علي ته په مسلم ليګ (ن) كښې په شاملېدو هركلے اووې او نواز شريف ته ئې د دستورې وېډيو وليږله٬ په دې موقع قائد د هغه مننه وكړه او دوي ته يې د سلام پېغام رولېږلو۔ وفاقي وزير ووئيل د مسلم ليګ (ن) قيادت د كشمير د پرمختګ عزم لري٬ د كشمير اولس د نواز شريف په قيادت د باور څرګندونه كوي۔ ده ووئيل د كشميريانو حقونو لپاره به په هر فورم غړ پورته كوٶ٬ د كشمير كشالې تر هواري په منطقه كښې تل پاتې امن ممكن نه دے۔ پاكستان كشميري اولس سره ولاړ دے او ولاړ به وي۔

مزید خبریں