د وزيراعظم په مشرۍ كښې د پاكستان ډھانچه جاتي اصلاحات د تير وخت ناوړه ګامونو اغيزې ختمولو لپاره دي: د خزانې وفاقي وزير اورنګزېب د برټش امريكن ټوبيكو پلاوي سره خبرې

اسلام آباد۔12فروری(اے پی پی) د خزانې او محصولات وفاقي وزير اورنګزېب وئيلي دي د وزيراعظم په مشرۍ كښې روان د پاكستان ډھانچه جاتي اصلاحات ايجنډا په تېر وخت كښې د پورته كړو ناوړه ګامونو اغېزې ختمولو له ترتيب كړې شوې ده۔ ده دا خبره د زيارت په ورځ دلته د برتش امرېكن ټوبېكو پلاوي سره ملاقات كښې وكړه۔ د پلاوي مشري ریجنل ډائرېکټر (ایشیا بحرالکاهل، مشرقِ وسطیٰ و افریقا) پاسکال …

اسلام آباد۔12فروری(اے پی پی) د خزانې او محصولات وفاقي وزير اورنګزېب وئيلي دي د وزيراعظم په مشرۍ كښې روان د پاكستان ډھانچه جاتي اصلاحات ايجنډا په تېر وخت كښې د پورته كړو ناوړه ګامونو اغېزې ختمولو له ترتيب كړې شوې ده۔ ده دا خبره د زيارت په ورځ دلته د برتش امرېكن ټوبېكو پلاوي سره ملاقات كښې وكړه۔ د پلاوي مشري ریجنل ډائرېکټر (ایشیا بحرالکاهل، مشرقِ وسطیٰ و افریقا) پاسکال مولی مېسټر كوله۔ په پلاوي كښی د برټش امرېکن ټوبېکو او پاکستان ټوبېکو کمپنۍ سينئر اېګزېكټو غړي هم شامل وو۔ د خزانې وزير ووئيل د پاکستان د ډھانچه جاتي اصلاحات ايجنډې بنياد په مالياتي نظم وضبط ٬ د ټېكس نېټ په پراختيا او د نفاذ او تعميل په مضبوط نظام اډانه لري۔ ده په ډاګه كړه چې مالياتي پائيدارۍ لپاره عادلانه ټېكس نظام ٬ په ټولو څانګو كښې غوره تعميل او د لېكېجز او غېر قانوني فعاليتونو مخنيوي لپاره پرېكنده اقدامات ضروري دي۔ وفاقي وزير ووئيل په وګړو ، تګلاره او ټېكنالوجۍ د اډانه اصلاحات د لارې حكومت د ټېكس تبديلۍ كمپائن د عملي كولو نظام لا مؤثره كړے دے۔ په دې مهال پلاوي ته د غېر قانون سګرېټ سازۍ او قاچاق په ضد د روانو كارورئيو په اړه بريفنګ وركړے شو۔ پلاوي د حكومت د عملي اقدامات ستائنه وكړه۔ پلاوي په خاص توګه په سعودي عربستان او نورو نړيوالو ماركيټونو كښې برآمدي موقعې په ډاګه كړې او په دې خبره يۍ زور راوړو چې د مسابقتی فصل قیمتونو او ضابطه جاتي هم آهنګۍ د لارې پاكستان په نړيوال تماكو برآمدات كښې د خپلې برخې زياتولو جوګه جوړېدے شي۔ د خزانې وزير ووئيل په دې لړ كښې شعبه جاتي جائزې روانې دي دغسې چې د پالېسي اقدامات تجزيه وكړې شي او چرته هم چې ضرورت وي بې ضابطګۍ ختمې كړې شي۔ دواړو اړخونو نفاذ، ټېکسېشن او مسابقت سره په اړوندو چارو د رغنده رابطې په جاري ساتلو اتفاق وكړه دغسې چې په پالېسيو كښې هم آهنګي او د څانګې تلپاتي پرمختګ باوري كړے شي

مزید خبریں