پیښور 11فروری (اے پي پی)د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی سهيل آفريدي د خېبر ضلعې دورې په مهال د باړه بائي پاس سړك٬ګورنمنټ كالج آف انجينئرنګ اينډ ټېكنالوجي جمرود اپ ګريډېشن او ډي ايچ كيو روغتون كښې د مور او ماشوم لپاره د خاص نيوټريشن آسانيو پرانسته كړې ده ۔وزيراعلٰی ته بريفنګ كښې ووئېل شول چې د باړه بائي پاس سړك مجموعي اوږد والېے 7 كلوميټره دے چې پكښې 152 ميټر اوږد پل …
د خيبر پښتونخوا وزيراعلٰی سهيل آفريدي د خيبر ضلعې دوره٬ د باړه بائي پاس سړك٬ګورنمنټ كالج آف انجينئرنګ اينډ ټېكنالوجي جمرود د اپ ګريډېشن او ډي ايچ كيو روغتون كښې د مور او ماشوم لپاره د خاص نيوټريشن آسانيو پرانسته

مزید خبریں
پیښور 11فروری (اے پي پی)د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی سهيل آفريدي د خېبر ضلعې دورې په مهال د باړه بائي پاس سړك٬ګورنمنټ كالج آف انجينئرنګ اينډ ټېكنالوجي جمرود اپ ګريډېشن او ډي ايچ كيو روغتون كښې د مور او ماشوم لپاره د خاص نيوټريشن آسانيو پرانسته كړې ده ۔وزيراعلٰی ته بريفنګ كښې ووئېل شول چې د باړه بائي پاس سړك مجموعي اوږد والېے 7 كلوميټره دے چې پكښې 152 ميټر اوږد پل هم شامل دے٬د منصوې ټول لګښت 1.32 ارب روپۍ دے او تراوسه 1.21 ارب روپۍ خرڅ كړی شوي دي۔په دې موقع وزيراعلٰی ووئيل بائي پاس سړك بشپړېدو څخه به باړه بازار او استوګنو سيمو كښې د ټرافېك فشار كښې ښكاره كمے راشي او سيمه ايزه رابطه كاري به لا ښه شي۔ده ووئيل دې پروژې څخه به ځايې تجارت او معاشي هلو ځلو ته هم وده ترلاسه شي۔ګورنمنټ كالج آف انجينئرنګ اينډ ټېكنالوجي جمرود اپلائيډ سائنسز لخوا د اپ ګريډېشن دستورې ته خطاب كښې وزيراعلٰی اعلان وكړو چې په جمرود كښې به آرټيفيشل انټيليجنس٬ډيټا سائنس٬روبوټكس او سافټ ويئر انجينئرنګ پروګرامز پېل كولې شي۔ده ووئيل صوبائي حكومت جديد تعليم ته ودې وركولو سره ځوانان خپلواكه كول غواړي۔ده ووئيل په وړومبي ځل كالجز كښې اسټيټ آف دي آرټ ليبز او جديد لائبريريز به جوړولې كيږي او دا ماډل به د جمرود څخه بټګرام٬وزيرستان او تر چترال خپرولې شي۔وزيراعلٰی ووئيل حكومت ځوانانو ته ټوپك نه بلكې د قلم د لارې خپلواكه كول غواړي او د جديد سائنس او ټېكنالوجۍ نه غېر د نړيوال پرمختګ مقابله ممكن نه ده۔وزيراعلٰی خېبر ضلع كښې ډي ايچ كيو روغتون كښې د مور او بچي لپاره خاص نيوټرېشن پروګرام پرانسته هم وكړه۔د دې پروګرام له مخې به د غذائي قلت ښكار ماشومانو او ميرمنو له د سكريننګ٬تشخيص او علاج آسانۍ وركولې شي او رنځورانو ته به معياري غذائي معاونت هم وركولې شي۔وزيراعلٰی ووئيل د دې آسانيو څخه به خېبرضلع كښې ځايې ودانۍ ته د روغتون په كچه نيغ په نيغه ګټه ورسي او د مور او ماشوم صحت كښې به ښه والے راشي۔د دورې په اختتام ده ووئيل صوبائي حكومت به د اولس خېرښېګړی٬جديد تعليم او بنيادي آسانۍ وركولو لپاره عملي اقدامات روان ساتي۔











