اسلام آباد 10 فروري (اے پي پي)د مواصلات وفاقي وزير عبدالعليم خان وئېلي دي په سكهر-حېدر آباد موټروے به د تعميراتي كار سږ كال مئي كښې پیل كولې شي٬سيالكوټ٬كهارياں موټروے د څلورو په ځاې شږ لاريزه كولو او دا كرتارپور سره تړلو پريكړه شوی ده ۔دا مهمه پريكړه د نهې په ورځ د مواصلات وفاقي وزير عبدالعليم خان په مشرۍ كښې د نېشنل هائي وے اتهارټي(اينچ ايچ اے)اعلٰی كچ غونډه …
په سكهر-حېدر آباد موټروے به د تعميراتي كار سږ كال مئي كښې پیل كولې شي۔د مواصلات وفاقي وزير عبدالعليم خان

مزید خبریں
اسلام آباد 10 فروري (اے پي پي)د مواصلات وفاقي وزير عبدالعليم خان وئېلي دي په سكهر-حېدر آباد موټروے به د تعميراتي كار سږ كال مئي كښې پیل كولې شي٬سيالكوټ٬كهارياں موټروے د څلورو په ځاې شږ لاريزه كولو او دا كرتارپور سره تړلو پريكړه شوی ده ۔دا مهمه پريكړه د نهې په ورځ د مواصلات وفاقي وزير عبدالعليم خان په مشرۍ كښې د نېشنل هائي وے اتهارټي(اينچ ايچ اے)اعلٰی كچ غونډه كښې وشوه چې پكښې د اين ايچ اے چيئرمېن او سينئر افسرانو ګډون كولو۔ په سكهر-حېدر آباد او كراچۍ موټرويز غونډې ته خطاب كولو سره عبدالعليم خان ووئېل دا مهال د ټولو نظرونه سكهر-حېدر آباد موټروے ته دي ٬لهذا افسران دې دا زر بشپړولو لپاره سمدستي اقدامات پورته كړي۔ده هدايت وكړو چې حېدر آباد او كراچۍ موټرويز به د پبلك پرائيويټ پارټنرشپ(پي پي پي)له مخې بشپړولې شي۔په غونډه كښې حيدر آباد كراچۍ موټروے په فيزيبلټي هم تفصيلي غور وشو ۔وفاقي وزير ته د سيالكوټ-كهارياں موټروے(ايم-12) په روان پېشرفت بريفنګ وركړوے شو ۔عبدالعليم خان هدايت وكړو چې د مستقبل ټرافېك لوډ تر مخه د سيالكوټ-كهارياں موټروے د څلورو په ځاے شپږ لاريزه كړئ۔ده ووئيل موټروے به كرتارپور سره تړلې شي دغسې چې سكھ ياتريانو ته آسانۍ ترلاسه شي۔وفاقي وزير اعلان وكړو چې د سكه مذهبي ټورازم ودې لپاره ېه كاناډا٬امريكا او يورپ كښې خاص “روډ شوز”كولې شي۔عبدالعليم خان زور راوړو چې موټرويز د زيات عمل وړ او ګټورې جوړولو لپاره دا لويو ښارونو سره وتړلې شي۔ده ووئيل مونږ نوې موټرويز نن لپاره نه بلكې د راتلونكو 30 كلونو ضروريات له مخې جوړوو۔په غونډه كښې د اين ايچ اے”رائټ آف ويز”لپاره اشتهارات او د نور انتظامات په چارو هم غور وشو۔










