د كورنيو چارو لپاره د قامي اسمبلۍ قائمه کمېټۍ مهمه غونډه،شهريت ايکټ كښې د بدلون منظوري، د بلدياتي بدلونونو بل موخر شو

اسلام آباد 10 فروري (اے پي پي) د كورنيو چارو لپاره د قامي اسمبلۍ قائمه کمېټۍ د پاکستان سټيزن شپ (بدلون) بل 2025 منظوري وركولو سره هغه د قامي اسمبلۍ څخه د منظورولو سفارش کړے دے دغسې اسلام آباد بلدياتي بدلون بل په اړه پريكړه تر رارواني غونډي وځنډولې شوه ۔په غونډه كښې د كورنييو چارو وزارت ، قانون و انصاف او پارليماني چارو اعليٰ چارواكو پشمول د كمېټۍ غړو …

اسلام آباد 10 فروري (اے پي پي) د كورنيو چارو لپاره د قامي اسمبلۍ قائمه کمېټۍ د پاکستان سټيزن شپ (بدلون) بل 2025 منظوري وركولو سره هغه د قامي اسمبلۍ څخه د منظورولو سفارش کړے دے دغسې اسلام آباد بلدياتي بدلون بل په اړه پريكړه تر رارواني غونډي وځنډولې شوه ۔په غونډه كښې د كورنييو چارو وزارت ، قانون و انصاف او پارليماني چارو اعليٰ چارواكو پشمول د كمېټۍ غړو ګډون وكړو۔د قائمه کمېټۍ غونډه د نهې په ورځ پارليمنټ هاؤس اسلام آباد كښې د چيئرمېن راجه خرم شهزاد نواز په مشرۍ كښې وشوه ۔په غونډه كښې په 6 فروري 2026 د اسلام آباد ترلائي سيمه كښې امام بارګاه كښې د شوې چاؤدني شهيدانو لپاره فاتحه خواني وشوه ۔د غونډي په مهال په اسلام آباد کيپټل ټيريټري لوکل ګورنمنټ (بدلون) بل 2025 (سرکاري بل) غور وشو او پريكړه وشوه چې دا معامله دې تر رارواني غونډي وځنډولې شي ۔ دې نه پس کمېټۍ د پاکستان سټيزن شپ (بدلون) بل 2025 (سيکشن 5 كښې د بدلون) تفصيلي جاج واخستلے شو او بحث و تمحيص نه پس بل قامي اسمبلۍ څخه د منظورولو سفارش وشو۔په غونډه كښې د قامي اسمبلۍ غړو انجم عقيل خان، چوهدري نصير احمد عباس، چوهدري محمد شهباز بابر، سيد رفيع الله، سردار نبيل احمد ګبول، عبدالقادر پټيل، خواجه اظهار الحسن او رانا انصار ګډون وكړو۔په دې موقع د كورنيو چارو وزارت، د قانون و انصاف وزارت ، د پارليماني چارو وزارت سينئر افسرانو او ډائريکټر جنرل (پاسپورټس) هم موجود وو۔

مزید خبریں