اسلام آباد 10 فروري (اے پي پي) د روغتيا وزير مملکت ډاکټر مختار احمد ملك د او آئي سي واکسين مينوفيکچررز ګروپ څلورمې غونډې ته وېنا كښې ووئيل واكسين صحت عامه لپاره يو لازمي اولسي اثاثه ده كوم چې د صحت تحفظ٬ مساوات او د او آئي سي په غړو هېوادونو كښې تل پاتې پرمختګ لپاره مركزي حېثيت لري۔ د غونډې اېجنډې بدلېدو نه وروستو "وے فارورډ" سېشن د او …
د روغتيا وزير مملکت ډاکټر مختار احمد ملك د او آئي سي واکسين مينوفيکچررز ګروپ څلورمې غونډې ته وېنا

مزید خبریں
اسلام آباد 10 فروري (اے پي پي) د روغتيا وزير مملکت ډاکټر مختار احمد ملك د او آئي سي واکسين مينوفيکچررز ګروپ څلورمې غونډې ته وېنا كښې ووئيل واكسين صحت عامه لپاره يو لازمي اولسي اثاثه ده كوم چې د صحت تحفظ٬ مساوات او د او آئي سي په غړو هېوادونو كښې تل پاتې پرمختګ لپاره مركزي حېثيت لري۔ د غونډې اېجنډې بدلېدو نه وروستو “وے فارورډ” سېشن د او آئي سي په کامسټيك سيکرټريټ كښې وشو۔ ډاكټر مختار احمد په ګوته كړه چې په نړيواله كچه چې د واكسين جوړول تر څو محدود هېوادونو ګرځولې شوې چرته چې 70 فيصده نه زيات واكسين د لسو نه په لږو هېوادونو كښې جوړېږي چې په سبب يې د لږ او د متوسط آمدن هېوادونه په بهرنيو سپلائرز انحصار كولو مجبور دي۔ ډاکټر مختار احمد ملك د کووډ-19 وباء څخه د زده كړي سبق حواله وركولو سره ووئيل د اينټي جن پيداوار، تر ټيکنالوجۍ رسنه، د ريګوليټري استعداد او د سپلائي چين په څانګو كښې اوس هم سنګين كمزورۍ شته٬ په خاص توګه د او آئي سي په منطقه كښې۔ ده په انډونيزيا، ترکيه، ايران او په مصر كښې موجود د واکسين مينوفيکچرنګ صلاحيت اعتراف كولو سره ووئيل په او آئي سي هېوادونو كښې مجموعي صلاحيت منتشر دے كوم چې موثره او د كوټلې لائحې د لارې يو كولو ته اړتيا ده۔ ده سېسرك (SESRIC) مېپنګ سټډي يوه بنيادي ذريعه وګرځوله كومه چې غړٶ هېوادونو كښې د مينوفيکچرنګ صلاحيت، ريګوليټري جوړولو او د طلب جائزہ وركوي او د شواهدو په بنياد مرسته٬ د ټيکنالوجۍ منتقلي او هدفي سرمايه کاري ممكن كوي۔










