اسلام آباد 10 فروري (اے پي پي)نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د انډونېزيا د سرمايه كارۍ و ډائون سټريم انډسټري وزير او د انډونېزيا خپلواكه ويلتھ فنډ(دانانتارا)چيف ايګزيكټو آفيسر روزان روزلاني سره د نهې په ورځ د پلاوي په كچه خبرې وكړي۔د خارجه دفتر له مخې په خبرو كښې د پاكستان او انډونېزيا ترمينځه اقتصادي او د سرمايه كارۍ اړيكو قوي كولو٬ د مرستې ممكنه موقعو …
نائب وزيراعظم محمد اسحاق ډار د انډونيزيا وزير روزان روزلاني سره د پلاوي په كچه خبرې

مزید خبریں
اسلام آباد 10 فروري (اے پي پي)نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د انډونېزيا د سرمايه كارۍ و ډائون سټريم انډسټري وزير او د انډونېزيا خپلواكه ويلتھ فنډ(دانانتارا)چيف ايګزيكټو آفيسر روزان روزلاني سره د نهې په ورځ د پلاوي په كچه خبرې وكړي۔د خارجه دفتر له مخې په خبرو كښې د پاكستان او انډونېزيا ترمينځه اقتصادي او د سرمايه كارۍ اړيكو قوي كولو٬ د مرستې ممكنه موقعو او د شريكې ګټې پروژو جاج اخستلو پلو پام لرنه وشوه چې پكښې ښه د طريقه كار تبادله او د صحت پشمول په ترجيحي څانګو كښې مرسته شامله ده۔د خزانې وزارت٬سپيشل انويسټمنټ٬ فسیلیټیشن كونسل (ايس آئي ايف سي)او بورډ آف انويسټمنټ لخوا د پاكستان د سرمايه كارۍ په منظرنامه ٬ترجيحي څانګو او د سهولت په طريقه كار پريزنټيشنز وركړے شو ۔دې سره سره د انډونيزيا تجربو او مهارت په خاص توګه د خپلواكه ويلتھ فنډ ډهانچو او ډائون اسټريم سرمايه كارۍ څانګې څخه د استفادې په كولو هم زور راوړلے شو ۔نائب وزيراعظم شريك احترام او په مرستې اډانه د پاكستان-انډونېزيا دوه اړخيزه اړيكو لپاره د شريك عزم پخلے وكړو ۔ملاقات ګښې د روغتيا وزير ٬د وزيراعظم خاص مرستيال طارق باجوه٬د بورډ آف انويسټمنټ چيئرمېن٬نېشنل كوآرډينيټر ايس آئي ايف سي٬د خزانې سېكرټري٬لنډ مهاله خارجه سېكرټري او نورو سينئر چارواكو ګډون وكړو۔










