کوئټه 09 فروري (اے پي پي) د بلوچستان وزير اعليٰ مير سرفراز بګټي په 31 جنوري کوئټه كښې رامخې ته شوو د ترهه ګرۍ پېښو كښې د شهيدو شوو پوليس افسرانو او اهلکارو كورونو ته لاړو چرته چې هغه د شهيدانو كورنيو سره ملاقات وكړو او هغوي سره يې غمرازۍ او د يووالي څركندونې كولو سره فاتحه خواني وكړه۔په دې موقع وزيراعليٰ د شهيدو شوو پوليس ځوانانو بچو سره خصوصي …
د بلوچستان وزيراعليٰ د ترهه ګرۍ پېښو كښې د شهيدو شوو پوليس افسرانو او ځوانانو كورنيو سره ملاقات وكړو

مزید خبریں
کوئټه 09 فروري (اے پي پي) د بلوچستان وزير اعليٰ مير سرفراز بګټي په 31 جنوري کوئټه كښې رامخې ته شوو د ترهه ګرۍ پېښو كښې د شهيدو شوو پوليس افسرانو او اهلکارو كورونو ته لاړو چرته چې هغه د شهيدانو كورنيو سره ملاقات وكړو او هغوي سره يې غمرازۍ او د يووالي څركندونې كولو سره فاتحه خواني وكړه۔په دې موقع وزيراعليٰ د شهيدو شوو پوليس ځوانانو بچو سره خصوصي ملاقات وكړو،هغوي سره يې مينه وكړه او د شفقت كولو سره يې ووئيل دا بچي يواځي د يوې كورنۍ نه بلكه د ټول قام روښانه سباؤن او اميد دے۔ده واضحه كړه چې د بلوچستان حکومت به د شهيدانو كورنۍ يواځې نه پريږدي او د هغوي کفالت د رياست ذمه واري ده۔ وزيراعليٰ مير سرفراز بګټي ووئيل مروجه معاوضه پاليسۍ ترمخه د پوليس شهيدانو كورنيو له به په سمدستي توګه مالي معاونت پشمول دوه دوه سركاري نوكرۍ وركولې شي،په دې كښې به يوه نوكري محکمه پوليس كښې دغسې دويمه كومه بله سرکاري محکمه وركولې شي۔ده د كورنيو چارو ايډيشنل چيف سيکرټري ته سپارښتنه وكړه چې د تعيناتۍ ټول آرډرز په يوه اوونۍ كښې جاري كړي۔د بلوچستان وزير اعليٰ اعلان وكړو چې د شهيدانو د بچو د تعليم ټول خرڅونه به حکومت زغمي دغسې چې هغوي غير د څه يري او فكر خپل تعليم څوان اوساتي۔











