كوز دير 09 فروري (اے پي پي) د كوز دير ډپټي كمشنر محمد عارف خان په مشرۍ كښې د روژې مباركي مياشت كښې اولس له ريليف وركولو لپاره او د بيعو قابو كولو په اړه مهمه غونډه وشوه۔پرېس ريليز له مخې په غونډه كښې ټول اسسټنټ كمشنرز، فوډ كنټرلر، هلال فوډ اتھارټي، لوكل ګورنمنټ او نور سټيك هولډر ګډون وكړو۔ ډپټي كمشنر سپارښتنه وكړه چې ډسټركټ پرايس كنټرول روم او …
كوز دير، د ډي سي په مشرۍ كښې د روژې مباركي په اړه مهمه غونډه

مزید خبریں
كوز دير 09 فروري (اے پي پي) د كوز دير ډپټي كمشنر محمد عارف خان په مشرۍ كښې د روژې مباركي مياشت كښې اولس له ريليف وركولو لپاره او د بيعو قابو كولو په اړه مهمه غونډه وشوه۔پرېس ريليز له مخې په غونډه كښې ټول اسسټنټ كمشنرز، فوډ كنټرلر، هلال فوډ اتھارټي، لوكل ګورنمنټ او نور سټيك هولډر ګډون وكړو۔ ډپټي كمشنر سپارښتنه وكړه چې ډسټركټ پرايس كنټرول روم او تحصيل پرايس كنټرول روم دې نوټيفائي كړې شي دغسې چې اولس د ګرانۍ او غيرمعياري خوراك په اړه ګيلي درج كړي۔ ټول اسسټنټ كمشنرز به هره ورځ پرايس مانيټرنګ ډيسك وزټ كوي او د اولس په ګيلو به په سمدستي توګه نوټس اخلي۔ډپټي كمشنر د روژې مباركې مياشت په مهال اولس له ريليف وركولو او د بيعو كنټرول كولو لپاره د ضروري اقدامات باوري كولو سپارښتنه وكړه۔











