کوئټه۔ 09 فروری(اے پی پی) د بلوچستان وزيراعلی مير سرفراز بګټي د هړتال په مهال په نيولے شوي وګړي د پوليس اهلكار د تشدد سخت نوټس اغستے دے۔ وزيراعلی په پېښه د سختې ناخوښۍ څرګندونې كولو سره ووئيل د قانون خلاف ورزي به په هېڅ صورت ونه زغملې شي بياهم د پوليس اهلكار لخوا د دې نوعيت غېر انساني او غېر پېشه وره رويه هم د قبلولو وړ نه ده۔ …
د بلوچستان وزيراعلی د هړتال په مهال په نيولے شوي وګړي د پوليس تشدد نوټس واغست

مزید خبریں
کوئټه۔ 09 فروری(اے پی پی) د بلوچستان وزيراعلی مير سرفراز بګټي د هړتال په مهال په نيولے شوي وګړي د پوليس اهلكار د تشدد سخت نوټس اغستے دے۔ وزيراعلی په پېښه د سختې ناخوښۍ څرګندونې كولو سره ووئيل د قانون خلاف ورزي به په هېڅ صورت ونه زغملې شي بياهم د پوليس اهلكار لخوا د دې نوعيت غېر انساني او غېر پېشه وره رويه هم د قبلولو وړ نه ده۔ وزیراعلیٰ په ډاګه كړه چې پوليس اهلكارو له به د قانون په دائره كښې خپل فرض ترسره كول وي او چاته به هم د اختيارات په ناجائزه توګه د كارولو اجازه ورنه كړې شي ۔ ده ووئيل د هر وګړي د عزت نفس تحفظ د رياست بنيادي ذمه واري ده۔ ده اړوندو چارواكو ته په پېښه كښې د ككړ پوليس اهلكار په ضد د سپېځلې ٬ بې پرې او فوري قانوني كارروايۍ عملي كولو هدايت وكړو دغسې چې سباؤن كښې د دې ډول پېښو مخه ونيولې شي۔ وزيراعلی د دېعزم پخلے وكړو چې په بلوچستان كښې د قانون سرلوړي ٬ د بشري حقونو تحفظ او وګړو سره عادلانه سلوك باوري كولو له به ټول ممكن ګامونه پورته كولې شي او كوم هم سركاري اهلكار به له قانون څخه پورته نه ګڼلے كېږي











