د اے اين پي مرکزي صدر سينيټر ايمل ولي خان د سينيټر باز محمد خان د مشري خور په مړينه غمرازي ښكاره كړه

پېښور 07 فروري (اے پي پي) د عوامي نېشنل ګوند (اے اين پي) مرکزي صدر ايمل ولي خان د مرکزي کمېټۍ غړي سينيټر باز محمد خان د مشري خور په مړينه غمرازي ښكاره كړي۔د اے اين پي د اړخه جاري شوې د غمرازۍ پيغام كښې سينيټر ايمل ولي خان وئيلي دا د سينيټر باز محمد خانكورنۍ لپاره لوئ غم دے۔ عوامي نېشنل ګوند د باز محمد خان، تيمور باز خان …

پېښور 07 فروري (اے پي پي) د عوامي نېشنل ګوند (اے اين پي) مرکزي صدر ايمل ولي خان د مرکزي کمېټۍ غړي سينيټر باز محمد خان د مشري خور په مړينه غمرازي ښكاره كړي۔د اے اين پي د اړخه جاري شوې د غمرازۍ پيغام كښې سينيټر ايمل ولي خان وئيلي دا د سينيټر باز محمد خانكورنۍ لپاره لوئ غم دے۔ عوامي نېشنل ګوند د باز محمد خان، تيمور باز خان او د هغه د كورنۍ په غم كښې شريك دی۔ده دعا اوكړه چې لوے خښتن دې ارواښادي له د خپل رحم په پلو كښې ځائې او غمجني كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔