د خېبر پښتونخوا وزيراعليٰ په مشرۍ كښې د صحت محکمې غونډه،ملاکنډ كښې په يو زر كټونو مشتمل روغتون جوړولو پريكړه

پېښور 07 فروري (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزيراعليٰ محمد سهيل آفريدي په مشرۍ كښې د صحت محکمې د اعليٰ پائې غونډه وشوه۔ وزيراعلي سيکرټريټ د اړخه جاري شوې بيان له مخې په غونډه كښې په ملاکنډ كښې په يو زر كټونو مشتمل اسټيټ آف دي آرټ ټرثري کيئر روغتون جوړولو پريكړه وشوه۔د خېبر پښتونخوا وزيراعليٰ د ملاکنډ ډويژن منتخب نمائندګنو مشاورت سره په منصوبے د كار پيل كولو …

پېښور 07 فروري (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزيراعليٰ محمد سهيل آفريدي په مشرۍ كښې د صحت محکمې د اعليٰ پائې غونډه وشوه۔ وزيراعلي سيکرټريټ د اړخه جاري شوې بيان له مخې په غونډه كښې په ملاکنډ كښې په يو زر كټونو مشتمل اسټيټ آف دي آرټ ټرثري کيئر روغتون جوړولو پريكړه وشوه۔د خېبر پښتونخوا وزيراعليٰ د ملاکنډ ډويژن منتخب نمائندګنو مشاورت سره په منصوبے د كار پيل كولو سپارښتنه وكړه۔ده د مجوزه روغتون لپاره پكار زمكي اخستلو عمل پېل كولو سپارښتنه كولو ووئيل روغتون سره به د ملاکنډ ډويژن اولس ته لوئ طبي ريليف ترلاسه شي۔ وزيراعلي ووئيل وګړو له ښه طبي سهوليات په درشل وركولو ته پام لرنه كوو،نوي روغتون كښې به ايمرجنسي، د زړه رنځونو او کډني ټرانسپلانټ سهوليات وركولې شي۔نوي روغتون جوړيدو سره به رنځوران د درملني لپاره لويو ښارونو ته نه ځي۔ده ووئيل منصوبے سره به د صحت څانګه قوي شي او اولسي باور به زيات شي۔