كوئټه 06 فروری(اے پی پی) د بلوچستان وزيراعلٰی مير سرفراز بګټي امام بارګاه كښې د ځانمرګي چاودنې په سختو ټكو غندنې كولو سره په پېښه كښې په قيمتي ځاني زيان د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده ۔د غمرازۍ په خپل بيان كښې وزيراعلٰی ووئيل د جمعې مونځ په مهال بې ګناه مونځ كوونكي په نخښه كول د انسانيت په ضد سنګين جرم دے٬د كومې چې څومره هم غندنه …
د بلوچستان وزيراعلٰی مير سرفراز بګټي د ځانمرګې چاودنې په سختو ټكو غندنه وكړه

مزید خبریں
كوئټه 06 فروری(اے پی پی) د بلوچستان وزيراعلٰی مير سرفراز بګټي امام بارګاه كښې د ځانمرګي چاودنې په سختو ټكو غندنې كولو سره په پېښه كښې په قيمتي ځاني زيان د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده ۔د غمرازۍ په خپل بيان كښې وزيراعلٰی ووئيل د جمعې مونځ په مهال بې ګناه مونځ كوونكي په نخښه كول د انسانيت په ضد سنګين جرم دے٬د كومې چې څومره هم غندنه اوشي لږه ده۔ده ووئيل داسې بزدلانه بريدونه په هېواد كښې د يرې ترهې خپرولو ناكامه هڅه ده۔ده د شهيدانو كورنيو سره د يو والي او غمرازۍ څرګندونې كولو سره ووئېل مونږ د غم جنو كورنيو په غم كښې برابر شريك يو او د ژوبل شوو زر روغتيا لپاره لاس په دعا يو











