فېصل آباد۔ 06 فروری (اے پی پی) د فيصل آباد ايګريكلچر پوهنتون او د جمهوريه ازربائيجان سدرن ريسرچ انسټي ټيوټ آف ایګریکلچر ترمينځه تعلیمي ، تحقیقي ، سائنسي مرستې ته ودې وركولو له لوظنامه لاس ليك شوه۔ د دې لوظنامې له مخې د فېصل آباد اېګريكلچر پوهنتون او سدرن ریسرچ انسټي ټیوټ آف اېګریکلچر په مرسته به انټرنېشنل سېنټر فار اېګریکلچر اېنډ فوډ سکیورټي جوړولې شي چې مقصد يۍ كركيلې …
د فيصل آباد ايګريكلچر پوهنتون او د جمهوريه ازربائيجان سدرن ريسرچ انسټي ټيوټ آف ایګریکلچر ترمينځه تعلیمي، تحقیقي، سائنسي مرستې ته ودې وركولو له لوظنامه لاس ليك شوه

مزید خبریں
فېصل آباد۔ 06 فروری (اے پی پی) د فيصل آباد ايګريكلچر پوهنتون او د جمهوريه ازربائيجان سدرن ريسرچ انسټي ټيوټ آف ایګریکلچر ترمينځه تعلیمي ، تحقیقي ، سائنسي مرستې ته ودې وركولو له لوظنامه لاس ليك شوه۔ د دې لوظنامې له مخې د فېصل آباد اېګريكلچر پوهنتون او سدرن ریسرچ انسټي ټیوټ آف اېګریکلچر په مرسته به انټرنېشنل سېنټر فار اېګریکلچر اېنډ فوډ سکیورټي جوړولې شي چې مقصد يۍ كركيلې او د خوراك نظام ته په پېښو چېلنجونو قابو موندل دي۔ په دې لوظنامه د فېصل آباد پوهنتون وائس چانسلر پروفېسر ډاکټر ذوالفقار علي او د سدرن ریسرچ انسټی ټیوټ آف اېګریکلچر، جمهوریه ازبكستان ډائرېكټر ډاکټر دیور جورایف لاس ليك وكړو۔ د دواړو هېوادونو ترمينځه د لوظنامې لا سليك به د دواړو هېوادونو د تلپاتي كركيلې او غذائي تحفظ وده ٬ تحقيق او د كار استعداد كښې د زياتوالي سبب وګرځي۔











