پیښور۔ 05 فروري۔ (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي وئېلي دي د پاكستان هر وګرے د كشميريانو ورونړو سره اوږه په اوږه ولاړ دے٬ معركه حق كښې مونږ هند له په څلورو ورځو كسې ماتې وركړه٬ د صوبې او وفاق تر مينځه دوه مهم ملاقاتونه شوي ٬ څه واوره وېلې شوې ده ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د كشمير يو والي ورځ په موقع تابيا …
د پاكستان هر وګرے د كشميريانو سره اوږه په اوږه ولاړ دے٬ معركه حق كښې مونږ هند له په څلورو ورځو كسې ماتې وركړه ٬ ګونر فېصل كريم كنډي

مزید خبریں
پیښور۔ 05 فروري۔ (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي وئېلي دي د پاكستان هر وګرے د كشميريانو ورونړو سره اوږه په اوږه ولاړ دے٬ معركه حق كښې مونږ هند له په څلورو ورځو كسې ماتې وركړه٬ د صوبې او وفاق تر مينځه دوه مهم ملاقاتونه شوي ٬ څه واوره وېلې شوې ده ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د كشمير يو والي ورځ په موقع تابيا شوي لاريون او بيا مېډيا ته وكړه ۔ ده ووئېل د پاكستان هر وګرے د خپلو كشميريانو ورونړو سره اوږه په اوږه ولاړ دے ٬ د كشميريانو خود اراديت حق لپاره د ملګرو ملتونو په قراردادونو دې عمل وكړے شي ۔ ده ووئېل هند د لسيزو نه په كشميريانو ظلمونه كوي ٬ د خېبر پښتونخوا پشمول د پاكستان هر بچے د كشميريانو سره ولاړ دے۔ فېصل كريم كنډي ووئېل د صوبې او وفاق تر مينځه دوه مهم ملاقاتونه شوي دي ٬ څه واوره وېلې شوې ده٬ د وزيراعظم او وزيراعلې ملاقات به د امن او خوشحالۍ لپاره وي ٬ د ايپكس كمېټۍ مهم ميټنګ شوے دے ٬ انفارمېشن ډېپارټمنټ به په دې اړه عكسونه او خبر جاري كړي۔ ده ووئېل كه په 9 مئ كښې د وزيراعلې نامه شته نو حكومت دې ايكشن واخلي٬ كه ثبوت شته نو عدالتونه موجود دي٬ زه نه پوهېږم چې ماشومې كومې پوښتنې وكړې هغه نا سمه دي٬ كه د 13 كالو يې وئېلي وو نو ښه به وه۔ ګورنر ووئېل د بسنت بلنه نه وركړې كېږي ة خلق پخپله ورله ځي ٬ په 8 مه فرورۍ پنجاب بسنت نمانځي ٬ مونږ پخپله صوبه كښې د چا خلاف احتجاج كوو ۔ ده ووئېل مونږ له هم د بسنت غوندې ايونټ كول پكار دي٬ كه بنديوان راخلاص نه كړے شو نو د دوكانونو او لارو بندلولو څه ګټه ده۔











