كوئټه 04 فروري(اے پي پي) د بلوچستان ګورنر جعفرخان مندوخيل د كشمير ورځ په موقع په خپل پېغام كښې وئېلي دي پاكستان عمر له د نړۍ په هر فورم د كشميريانو د جائز موقف نه يوازې مرسته كړی بلكې هغوي سره د هند اړخه روان ظلمونه يې په نړيواله كچه رامخې ته كړې هم دي او د پاكستان دا اخلاقي او سفارتي مرسته به تر هغه وخت كشميريانو ته ترلاسه …
د بلوچستان ګورنر جعفرخان مندوخيل د كشمير ورځ په موقع پېغام

مزید خبریں
كوئټه 04 فروري(اے پي پي) د بلوچستان ګورنر جعفرخان مندوخيل د كشمير ورځ په موقع په خپل پېغام كښې وئېلي دي پاكستان عمر له د نړۍ په هر فورم د كشميريانو د جائز موقف نه يوازې مرسته كړی بلكې هغوي سره د هند اړخه روان ظلمونه يې په نړيواله كچه رامخې ته كړې هم دي او د پاكستان دا اخلاقي او سفارتي مرسته به تر هغه وخت كشميريانو ته ترلاسه وي تر څو چې هغوي ته د خپلواكۍ حق نه وي ترلاسه شوے۔ده ووئيل نن د كشمير ورځ لمانځلو مقصد هم د كشميريانو سره د يو والي څرګندونه كول دي٬د كشمير مسئلې په اړه پاكستان د وړومبۍ ورځې څخه دا موقف لري چې د ملګرو ملتونو قراردادونو په رڼا كښې دې د كشمير اولس له د خپلواكۍ حق وركړے شي دغسې چې هغوي د خپل قسمت پريكړه وكړي۔د بلوچستان غيور اولس به په دې سخت وخت كښې د كشميريانو سره ولاړ وي۔











