كوئټه۔ 4 فروري (اے پي پي) د بلوچستان د مواصلات او تعميرات سېكرټري بابر خان په مشرۍ كښې د نصير آباد زون روانو ترقياتي منصوبو په اړه يوه مهمه غونډه وشوه۔ په غونډه كښې چيف انجينئر نصير آباد زون محمد بشير ٬ چيف انجينئر فيډرل پروجيكټس سجاد بلوچ او نورو اړوندو چارواكو ګډون وكړو۔ به غونډه كښې چيف انجينئر د نصير آباد زون روانو پروژو په اړه بريفنګ وركړو چې …
د مواصلات سېكرټري بابر خان په مشرۍ كښې د نصير آباد زون روانو ترقياتي كارونو جاج اغستو له غونډه

مزید خبریں
كوئټه۔ 4 فروري (اے پي پي) د بلوچستان د مواصلات او تعميرات سېكرټري بابر خان په مشرۍ كښې د نصير آباد زون روانو ترقياتي منصوبو په اړه يوه مهمه غونډه وشوه۔ په غونډه كښې چيف انجينئر نصير آباد زون محمد بشير ٬ چيف انجينئر فيډرل پروجيكټس سجاد بلوچ او نورو اړوندو چارواكو ګډون وكړو۔ به غونډه كښې چيف انجينئر د نصير آباد زون روانو پروژو په اړه بريفنګ وركړو چې پكښې د پروژو په پېشرفت ٬ موجوده صورتحال ٬ په پیښو مسائلو او د سباون په لائحه رڼا واچولې شوه۔ په دې مهال د مواصلات سېكرټري بابر خان د روانو منصوبو د معيار ٬ سپېځلتيا او په وخت تر سره كولو باندې زور راوړو۔ هغه اړوندو چارواكو ته امر وكړو چې د اولسي ګتې سره تعلق لرونكې ټولې منصوبې په ټاكلي وخت كښې مكمل كړئ او په تعميراتي كار كښې به كوم هم غفلت برداشت نه كړے شي۔











