پېښور۔ 04 فروری (اے پی پی) كشميري اولس سره د يووالي ورځې په موقع خېبر پښتونخوا حكومت په ګرده صوبه كښې عامه رخصتي اعلان كړې ده۔ د حكومت لخوا د جاري كړې شوې اعلاميې له مخې سبا د زيارت په ورځ د فروروۍ په 5مه نېټه به ټولې سركاري او نجي ادارې بندې وي دغسې چې كشميري اولس سره د يووالي څرګندونه وكړې شي۔ د داخله محكمې لخوا په جاري …
كشميري اولس سره د يووالي ورځې په موقع به خيبر پښتونخوا كښې عامه رخصتي وي٬ نوټيفكيشن جاري

مزید خبریں
پېښور۔ 04 فروری (اے پی پی) كشميري اولس سره د يووالي ورځې په موقع خېبر پښتونخوا حكومت په ګرده صوبه كښې عامه رخصتي اعلان كړې ده۔ د حكومت لخوا د جاري كړې شوې اعلاميې له مخې سبا د زيارت په ورځ د فروروۍ په 5مه نېټه به ټولې سركاري او نجي ادارې بندې وي دغسې چې كشميري اولس سره د يووالي څرګندونه وكړې شي۔ د داخله محكمې لخوا په جاري كړې شوي نوټيفكېشن كښې وئيلې شوي دي چې د كشمير د يووالي ورځې په موقع به سهار 10 بجې يوې دقيقې لپاره خاموشي اختيارولې شی، په كومه كښې به چې كشميري اولس ته پېرزوئنې وړاندې كولې شي۔ د اعلاميې له مخې د كشمير ورځې په لړ كښې به د صوبې په بېلو ضلعو كښې د دستورو ٬ لاريونونو او ددعا اجتماعاتو اهتمام كولے شي په كومو كښې به چې د كشميري اولس ستړې په ډاګه كولې شي۔ د حكومت وېنا ده چې د دې ورځې مقصد مظلوم كشميري اولس سره د يو والي څرګندونه او د هغوي د خپلواكۍ حق ملاتړ نړۍ ته په ډاګه كول دي۔











