شمالی وزیرستان كښې د شهيد شوي پولیس اهلکار جهانزیب د جنازے مونځ د سرکاری اعزاز سره ادا کړے شو

پېښور 03 فروری (اے پی پی) ضلع شمالی وزیرستان كښې د نامعلومو شرخوښو په ډزو د شهيد شوي پولیس اهلکار جهانزیب د جنازے مونځ نن ګورنر کاټیج میرانشاہ كښې د سرکاری اعزاز سره ادا كړے شو۔ د شمالي وزیرستان ضلعي انتظامیې دفتر د اړخه جاري بيان له مخې د جنازې مونځ كښې اسسټنټ کمشنر، کمانډنټ ټوچی سکاوټس ،ډسټرکټ پولیس آفیسر، اېس پی سي ټي ډي ، ضلعی انتظامیه او د …

پېښور 03 فروری (اے پی پی) ضلع شمالی وزیرستان كښې د نامعلومو شرخوښو په ډزو د شهيد شوي پولیس اهلکار جهانزیب د جنازے مونځ نن ګورنر کاټیج میرانشاہ كښې د سرکاری اعزاز سره ادا كړے شو۔ د شمالي وزیرستان ضلعي انتظامیې دفتر د اړخه جاري بيان له مخې د جنازې مونځ كښې اسسټنټ کمشنر، کمانډنټ ټوچی سکاوټس ،ډسټرکټ پولیس آفیسر، اېس پی سي ټي ډي ، ضلعی انتظامیه او د قانون نافذ کوونكو ادارو چارواكو،د سيمي مشرانو او د شهيد د كورنۍ كسانو ګډون وكړو۔د جنازې مونځ نه پس د شهيد مړے د سرکاري اعزاز سره د هغه د پلار نيكه كلي ته يوړلے شو،چرته چې ښاورو ته وسپارلے شو۔دا خبره دې ياده وي چې شهيد پولیس اهلکار جهانزیب تيره ورځ د تھاڼه میر علی په حدود كښې د نامعلومو شرخوښو په ډزو شهيد شوے ؤ