اسلام آباد۔3فروری(اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي سره پاكستاني نژاد امريكائي لارښودو او د امريكائي مسلم كميونټي فعاله شخصيت ساجد تارړ سره د خپل پلاوي ملاقات وكړو۔ د نهې په ورځ په ګورنرهاؤس اسلام آباد كښې په شوي ملاقات كښې د پي پي پي د اطلاعات مركزي سېكرټري ندیم افضل چن او د قامي اسمبلۍ غړے نور عالم خان هم موجود ؤ ۔ په ملاقات كښې …
ګورنر فيصل كريم كنډي سره د پاكستاني نژاد امريكائي شخصيت ساجد تارړ ملاقات ٬ په نړيواله كچه د پاكستان په مثبت تشخص د خيالاتو څرګندونه

مزید خبریں
اسلام آباد۔3فروری(اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي سره پاكستاني نژاد امريكائي لارښودو او د امريكائي مسلم كميونټي فعاله شخصيت ساجد تارړ سره د خپل پلاوي ملاقات وكړو۔ د نهې په ورځ په ګورنرهاؤس اسلام آباد كښې په شوي ملاقات كښې د پي پي پي د اطلاعات مركزي سېكرټري ندیم افضل چن او د قامي اسمبلۍ غړے نور عالم خان هم موجود ؤ ۔ په ملاقات كښې د اوورسيز پاكستانيانو په كردار ٬ دوه اړخيزه رابطو ته ودې وركولو او په نړيواله كچه د پاكستان په مثبت تشخص د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په ملاقات كښې په امريكا كښې د مېشته سكھ كميونټي پلاوي د پېښور په دوره هم خبرې وشوې۔ په دې موقع ساجد تارړ ووئيل په بهر هېوادونو كښې مېشته پاكستاني او اقليتي ورورولۍ د پاكستان د سفير كردار ترسره كوي او مذهبي هم آهنګۍ ته ودې وركولو كښې د دوئي كردار زيات هم دے۔ ګورنر فېصل كريم كنډي په دې مهال خپلو خبرو كښې ووئيل په خېبرپښتونخوا كښې د مذهبي سېلګرۍ بې شمېره ځايونه موجود دي كوم چې نه يوازې سكھانو بلكې نورو اقليتي ورورولو له هم خصوصي اهميت لري۔ ده ووئيل په صوبه كښې د اقليتونو د حقونو تحفظ ته حكومت تر ټولو لومړۍ پاملرنه كوي۔ ده ووئيل د ګورنر په حېث سوګند پورته كولو څخه وروستو مې د ټولو اقليتي وروروليو د عبادت ځايونو دوره وكړه دغسې چې د يووالي ٬ احترام او زغم پېغام وركړے شي۔ په ملاقات كښې ددې عزم څرګندونه وشوه چې د شمندر پورې پاکستانیانو او اقليتي وروروليو سره به اړيكې لا مضبوطولې شي او خېبر پښتونخوا به د مذهبي سېلګرۍ او نړيوالې هم آهنګۍ مركز په توګه رامخې ته كولې شي











