په خيبر پښتونخوا كښې څلور ورځنې د پوليو مخنيوي كمپائن پيل شو ٬ د پوليس لخوا سخت امنيتي اقدامات

پېښور ۔ 02 فروری (اے پی پی) په خېبر پښتونخوا كښی څلور ورځنې د پوليو مخنيوي كمپائن پېل شوے دے٬ د پوليس لخوا سخت امنيتي اقدامات شوي دي۔ د پبلك ريلېشنز خېبر پښتونخوا پوليس ډائرېكټر له مخې په حساسو ضلعو كښې سېكورټي هائي الرټ ده او د داخلي او خارجي لارو نګراني كولې شي۔ دا كمپائن به د صوبې په 35 ضلعو كښې 2 فرورۍ څخه تر 5 فرورۍ روان …

پېښور ۔ 02 فروری (اے پی پی) په خېبر پښتونخوا كښی څلور ورځنې د پوليو مخنيوي كمپائن پېل شوے دے٬ د پوليس لخوا سخت امنيتي اقدامات شوي دي۔ د پبلك ريلېشنز خېبر پښتونخوا پوليس ډائرېكټر له مخې په حساسو ضلعو كښې سېكورټي هائي الرټ ده او د داخلي او خارجي لارو نګراني كولې شي۔ دا كمپائن به د صوبې په 35 ضلعو كښې 2 فرورۍ څخه تر 5 فرورۍ روان وي۔ 14ضلعو ته نزدې 3 نيم زره اضافي نفري وركړې شوې ده۔ په مجموعي توګه د 30825 پوليو ډلو حفاظت له 34 زره څخه زيات ځوانان تعينات كړې شوي دي۔ د آئی جی پی خېبر پښتونخوا ذوالفقار حمید له مخې د پوليو خاتمه يو مقدس فرض دے۔ په هر صورت به ددې نوغې وباسو۔