اسلام آباد 02 فروري(اے پي پي)د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی سهيل آفريدي وئيلي دي چې وزيراعظم سره ملاقات زما د منصب تقاضا وه ٬ د خېبرپښتونخوا او اولس حقونو لپاره وزيراعظم سره ملاقات ضرورې و٬د ترهه ګرۍ په اړه يو بل خاص ملاقات كيږي۔ ميډيا سره خبرو كښې سهيل آفريدي وويل چې تر ټولو وړومبې مې په بلوچستان كښې د ترهه ګرۍ د پېښو مې غندنه كړې٬ وزيراعظم سره د ترهه ګرۍ …
د خيبر پښتونخوا او اولس حقونو له وزيراعظم سره ملاقات ضرورې و: وزيراعلٰی سهيل آفريدي
اسلام آباد 02 فروري(اے پي پي)د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی سهيل آفريدي وئيلي دي چې وزيراعظم سره ملاقات زما د منصب تقاضا وه ٬ د خېبرپښتونخوا او اولس حقونو لپاره وزيراعظم سره ملاقات ضرورې و٬د ترهه ګرۍ په اړه يو بل خاص ملاقات كيږي۔ ميډيا سره خبرو كښې سهيل آفريدي وويل چې تر ټولو وړومبې مې په بلوچستان كښې د ترهه ګرۍ د پېښو مې غندنه كړې٬ وزيراعظم سره د ترهه ګرۍ خاتمې لپاره په مرسته ٬ اېن اېف سي٬ اېن اېچ پي او د صوبې په بقايا جاتو خبرې وشوې۔ ده ووئيل په ملاقات كښې وزيراعظم سره د ترهګرۍ مخنيوي لپاره په ګډه تګلاره هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ ده ووئيل د خېبر پښتونخوا حكومت له خپل اړخه 26 اربه روپۍ په قبائېلي ضلعو مصرف كړي دي۔ ترهه ګرو كومه صوبه٬هېواد او مذهب نه لري۔ د ترهه ګرۍ مونږ ټولو له د پاكستاني كېدو په حېث غندنه پكار ده٬ تل به د ترهه ګرۍ غندنه كوو۔ ده دا هم ووئيل چې د پي ټي آئي مؤسس سره په ملاقات كومه هم خبرې نه ده شوې٬ وزيراعظم سره په كوم سياسي معامله خبرې ونشوې٬ د تيراه او كرم خلك چې كومې قربانۍ وركوي د هغې په وړاندې دا څلور ارب روپۍ هېڅ نه دي٬ د تيراه او كرم خلك پاكستان لپاره قربانۍ وركوي٬داسې بيانونه نه دي وركول پكار كوم څخه چې د هغوي زړه آزار شي۔ دې څخه وړاندې د وزيراعظم شهباز شريف او وزير سهيل آفريدي ترمينځه ملاقات وشو چې پكښې په امنيتي صورتحال د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ وزيراعظم شهباز شريف د خېبرپښتونخوا اعلٰی وزير ملاقات لپاره رابللے و۔










