کوئټه 01 فروري (اے پي پي) د بلوچستان اسمبلۍ اسپيکر کيپټن (ر) عبدالخالق اچکزئي صوبه كښې د ترهه ګرۍ لويه منصوبه په شنډولو پوليس او سکيورټي فورسز ته پيرزوئنې وړاندې كړي۔خپل يو بيان كښې د بلوچستان اسمبلۍ اسپيکر ووئيل د ترهه ګرو په يو وخت بېلي سيمي په نښه كولو مقصد صوبه كښې ويره ترهه خپرول او د امن و امان صورتحال ته زيان رسول ؤ،دغسې قانون نافذ کونكو ادارو …
د دښمن ناوړه عزائم ناكامه شوي، قانون نافذ کونكو ادارو په وخت کارروائي د ستائني وړ ده۔عبدالخالق اچکزئي
کوئټه 01 فروري (اے پي پي) د بلوچستان اسمبلۍ اسپيکر کيپټن (ر) عبدالخالق اچکزئي صوبه كښې د ترهه ګرۍ لويه منصوبه په شنډولو پوليس او سکيورټي فورسز ته پيرزوئنې وړاندې كړي۔خپل يو بيان كښې د بلوچستان اسمبلۍ اسپيکر ووئيل د ترهه ګرو په يو وخت بېلي سيمي په نښه كولو مقصد صوبه كښې ويره ترهه خپرول او د امن و امان صورتحال ته زيان رسول ؤ،دغسې قانون نافذ کونكو ادارو په وخت او پېشه وره کارروائي له امله د دښمن ناوړه عزائم ناكامه شوي۔کيپټن (ر) عبدالخالق اچکزئي ووئيل پوليس او سکيورټي فورسز غير معمولي جرات، اعليٰ پيشه وره پوهه او ځانګړو قربانيو مظاهره کولو سره يو ځل بيا ثابت کړې چې د بلوچستان امن سره لوبي كونكو لپاره دلته هيڅ ګنجائش نشته۔د بلوچستان اسمبلۍ اسپيکر د ترهه ګرۍ په پېښو كښې د سکيورټي اهلکارو په شهادت د غم دړد څرګندوني سره ووئيل قوم به د خپلو شهيدانو قربانۍ چري هم هيري نه كړي۔










