اسلام آباد/لاهور 01 فروري (اے پي پي) د قانون وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ د كورټس جرنلسټس ايسوسي ايشن منتخب عهديدارو له مباركي وركړې ده۔د قانون و انصاف وزارت د اړخه جاري شوې اعلاميې له مخې محمد اشفاق صدر، عمران احسان سينئر نائب صدر، زين العابدين په مهمو چوكو منتخب شوې دي۔ د قانون وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ د مباركۍ په خپل بيان كښې وئيلي چې شفاف …
د قانون وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ د كورټس جرنلسټس ايسوسي ايشن منتخب عهديدارو له مباركي وركړه
اسلام آباد/لاهور 01 فروري (اے پي پي) د قانون وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ د كورټس جرنلسټس ايسوسي ايشن منتخب عهديدارو له مباركي وركړې ده۔د قانون و انصاف وزارت د اړخه جاري شوې اعلاميې له مخې محمد اشفاق صدر، عمران احسان سينئر نائب صدر، زين العابدين په مهمو چوكو منتخب شوې دي۔ د قانون وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ د مباركۍ په خپل بيان كښې وئيلي چې شفاف انتخابي عمل د صحافتي ادارو د قوي كيدو علامت دے۔ د قانون وفاقي وزير ووئيل عدالتي رپورټنګ كښې ديانت، توازن او ذمه واري د كورټس جرنلسټس پهچان دے۔ سينيټر اعظم نذير تارړ هيله څرګنده كړه چې نوې قيادت به د خبريالانو د حقونو تحفظ كښې كوټلې كردار ترسره كړي۔ده ووئيل كورټس رپورټرز د انصاف وركولو عمل اولس له وركولو كښې په زړه پورې كردار ترسره كوي۔












