سوات 31 جنوري (اے پي پي) د کشمير و ګلګت بلتستان او سيفران چارو وفاقي وزير او پاکستان مسلم ليګ (ن) خېبر پښتونخوا صدر انجينئر امير مقام په مشرۍ كښې په سوات كښې غونډه وشوه،چې پكښې د واپډا اعليٰ چارواكو كډون وكړو۔په غونډه كښې سوات او شانګله كښې اوسنۍ زياتي واوري له امله د بجلۍ نظام ته رسيدلي زيان او بجلۍ بحالۍ په اقدامات تفصيلي جاج واخستلے شو۔د غونډي پهم …
د کشمير و ګلګت بلتستان او سيفران چارو وفاقي وزير په مشرۍ كښې په سوات كښې غونډه
سوات 31 جنوري (اے پي پي) د کشمير و ګلګت بلتستان او سيفران چارو وفاقي وزير او پاکستان مسلم ليګ (ن) خېبر پښتونخوا صدر انجينئر امير مقام په مشرۍ كښې په سوات كښې غونډه وشوه،چې پكښې د واپډا اعليٰ چارواكو كډون وكړو۔په غونډه كښې سوات او شانګله كښې اوسنۍ زياتي واوري له امله د بجلۍ نظام ته رسيدلي زيان او بجلۍ بحالۍ په اقدامات تفصيلي جاج واخستلے شو۔د غونډي پهم هال د واپډا چارواكو وفاقي وزير له بريفنګ وركولو سره ووئيل د واوري له امهل د بجلۍ ترسيلي لائنونو، کھمبو او نور تنصيبات ته زيات زيان رسيدلې۔ وفاقي وزير انجينئر امير مقام د واپډا چارواكو ته سپارښتنه وكړه چې سوات او شانګله اولس له دې په سمدستي توګه هر ممکن ريليف وركړې شي او د بجلۍ بحالۍ لپاره كارونه دې تند كړې شي۔ انجينئر امير مقام د دې عزم څرګندونه وكړه چې د بجلۍ نظام تر بشپړه بحالۍ دې ټولي ادارے متحرك پاتي شي او په دې اړه به هيڅ ډول بر غوري زغملے نشي۔












