کوئټه ۔ 30 جنوری (اے پی پی) د بلوچستان وزيراعلی میر سرفراز بګټي وئيلي دي چې په صوبه كښی دغېر فعاله سكولو بحالۍ عمل كښې پېشرفت روان دے او په دې لړ كښې ګوادر ښكاره كاميابي ترلاسه كړې ده چرته چې كوم هم سركاري سكول غېر فعاله پاتے شوے نه دے۔ په اېكس خپل پېغام كښې وزيراعلی ووئيل ګوادر د صوبې اولنۍ ضلع جوړه شوې ده چرته چې كوم سركاري …
په ګوادر ضلع كښې كوم هم سركاري سكول غير فعاله پاتے نه شو : د بلوچستان وزيراعلی
کوئټه ۔ 30 جنوری (اے پی پی) د بلوچستان وزيراعلی میر سرفراز بګټي وئيلي دي چې په صوبه كښی دغېر فعاله سكولو بحالۍ عمل كښې پېشرفت روان دے او په دې لړ كښې ګوادر ښكاره كاميابي ترلاسه كړې ده چرته چې كوم هم سركاري سكول غېر فعاله پاتے شوے نه دے۔ په اېكس خپل پېغام كښې وزيراعلی ووئيل ګوادر د صوبې اولنۍ ضلع جوړه شوې ده چرته چې كوم سركاري سكول غېر فعاله نه دے۔ د بلوچستان د تعليم څانګې په تحريري توګه تصديق كړے دے چې په ګوادر كښې كوم سكول بند نه دے ٬ ده ووئيل په ګوادر ضلع كښې 313 سرکاری پرائمری، مډل، هائی او هائر سېکنډری سکول په بشپړه توګ فعال دي












