لاهور 30 جنوری(اے پی پی)كاؤنټر ټېرارزم ډيپارټمنټ پنجاب ميانوالي ته نزدې د كاروائۍ په مهال 6 ترهه ګر ووژل۔ د وياند له مخې سي ټي ډي ته اطلاع ترلاسه شوه چې چاپړي ډېم ته نزدې ترهه ګر موجود دي كومو چې په پوليس او نورو ادارو د بريد منصوبه بندي بشپړه كړې ده۔ په دې قانون نافذ كونكو ادارو كاروائي وكړه۔ترهه ګرو ډزې وكړې٬په ځوابي فائرنګ كښې 6 ترهه ګر …
سي ټي ډي پنجاب ميانوالي ته نزدې 6 ترهه ګر ووژل
لاهور 30 جنوری(اے پی پی)كاؤنټر ټېرارزم ډيپارټمنټ پنجاب ميانوالي ته نزدې د كاروائۍ په مهال 6 ترهه ګر ووژل۔ د وياند له مخې سي ټي ډي ته اطلاع ترلاسه شوه چې چاپړي ډېم ته نزدې ترهه ګر موجود دي كومو چې په پوليس او نورو ادارو د بريد منصوبه بندي بشپړه كړې ده۔ په دې قانون نافذ كونكو ادارو كاروائي وكړه۔ترهه ګرو ډزې وكړې٬په ځوابي فائرنګ كښې 6 ترهه ګر ووژل شول او 8 وتښتېدل۔ سي ټي ډي د ترهه ګرو له قبضې څخه چاودېدونكي توكي ٬ يو ځانمرګې جېكټ٬ 6 اېس اېم جي٬ درې لاسي بمونه او 200 ګولۍ برآمد كړې۔ وياند وئېلي چې كاؤنټر ټېرارزم ډيپارټمنټ د محفوظ پنجاب په هدف عمل كوي او د ترهه ګرۍ د نوغي ويستلو عزم لري۔












