د اے اين پي لارښود غلام احمد بلور د سياست نه د جلا كېدو اعلان وكړو

پیښور ۔ 29 جنوري (اے پي پي) د عوامي نېشنل پارټي سينئِر لارښود او پخواني وفاقيي وزير حاجي غلام احمد بلور په 86 كاله عمر كښې د انتخابي سياست نه د جلا كېدو اعلان كړے دے۔ بلور هاوس كښې پرېس كانفرنس ته غلام احمد بلور ووئېل زه د پیښور نه اسلام آباد ته منتقل كېږم ۔ ده واضحه كړه چې په سياست كښې به فعاله كردار دوام داره ساتم ۔ …

پیښور ۔ 29 جنوري (اے پي پي) د عوامي نېشنل پارټي سينئِر لارښود او پخواني وفاقيي وزير حاجي غلام احمد بلور په 86 كاله عمر كښې د انتخابي سياست نه د جلا كېدو اعلان كړے دے۔ بلور هاوس كښې پرېس كانفرنس ته غلام احمد بلور ووئېل زه د پیښور نه اسلام آباد ته منتقل كېږم ۔ ده واضحه كړه چې په سياست كښې به فعاله كردار دوام داره ساتم ۔ ده ووئېل ما تر 55 كلونو د هېواد او قام خدمت وكړو۔ ده زور راوړو چې واكمنو او ټولو سياسي ګوندونو له هېواد ته د پیښو چېلنجونو په اړه په جدي توګه غور كول پكار دي۔ بلور د 18 م ترميم په اهميت زور راوړلو سره ووئېل د ترميم كمزورے كول يا دې سره د چېر چاړ هڅه دې څوك نه كوي ۔ د ګوند دننه د انتخابي پرېكړو حواله وركولو سره ده ووئېل زه يو مضبوط سياسي ګوند په ځان پسې پرېږدم خو زه په هغې نظريه به قائم يم۔ ده ووئېل زه د انتخابي سياست نه لرې كېږم ٬ د سياست نه نه۔