د خیبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي د خیبر ضلعې د باړہ تحصيل دورہ ، د تیراہ ځپلو باندې د مرستې سامان، ریلیف آئټمز وېشلو دستوره كښې ګدون

پیښور ۔ 28 جنوري (اے پي پي)د خیبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي د اپوزیشن لیډر خیبر پښتونخوا ډاکټر عباداللہ خان سره د شورو په ورځ د ضم شوې ضلعې خیبر د باړه تحصیل دورہ وكړه او ډوګرہ كښې د انجمن هلال احمر ضم شوو ضلعو لخوا يې د تیراہ سيمې ځپلو باندې د مرستې سامان، ریلیف آئټمز تقسیمولو دستوره كښې ګدون وكړو ۔ په دې موقع ګورنر خیبر پښتونخوا …

پیښور ۔ 28 جنوري (اے پي پي)د خیبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي د اپوزیشن لیډر خیبر پښتونخوا ډاکټر عباداللہ خان سره د شورو په ورځ د ضم شوې ضلعې خیبر د باړه تحصیل دورہ وكړه او ډوګرہ كښې د انجمن هلال احمر ضم شوو ضلعو لخوا يې د تیراہ سيمې ځپلو باندې د مرستې سامان، ریلیف آئټمز تقسیمولو دستوره كښې ګدون وكړو ۔ په دې موقع ګورنر خیبر پښتونخوا فیصل کریم کنډي او د اپوزیشن لیډر ډاکټر عباداللہ خان د باړې مشرانو او د تیراہ نه كډه كوونكو ځپلو سره هم ملاقات وكړو ۔ د تیراہ ځپلو باندې د انجمن هلال احمر ضم ضلعو لپاره د ګورنر پنجاب په امر د پی آر سي ایس پنجاب د اړخه لېږلې شوې د مرستې څيزونه وويشل ۔ د مرستې سامان كښې 20 کلو ګرامه پیکټس كښې اوړه ، ورېژې، چیني، غوړي او نور د خوراك څښاك څيزونو پشمول د څښںلو پاكو اوبو بوتلې شاملس وې ۔د دې نه پرته د انجمن هلال احمر ضم ضلعو د اړخه باړہ كښې ځپلو لپاره يو میډیکل کیمپ هم ولګولے شوے جرته چې رنحورانو ته طبي مرسته هم وركړې كېږي او دوي ته وړيا داروګان هم وركړے كېږي۔